ټکنالوژي

د نوکیا نوی ټیبلیټ به د اپل ټیبلیت ته ماتې ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د موبایل جوړونې پخوانۍ کمپنۍ به نور سمارټ فون او موبایل نه جوړوي او په نورو برخو کې به خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

نوکیا د لومړي ځل لپاره خپل ټیبلیټ د این ۱ (N1) په نوم کوم چې ۷.۱ انچه شیشه لري ډیر ژر بازار ته وړاندې کړې. تیره ورځ دغه کمپنۍ خپل نوی ټیبلیټ عکسونه او نوم کاروونکو ته په ټویټر معرفي کړ. مایکروسافټ کمپنۍ د نوکیا په نوم سمارټ فون څخه د یو کال په موده ۷.۲ بلیونه ډالره گټلی.

د نوکیا کمپنۍ مشر وویل: «نوکیا کمپنۍ تولیدات اوس هم د تیر په څیر ډیر کلک دي او مونږ لایسنس خرڅولو له لارې ډیره گټه کړی او مونږ به دغه کار ته ادامه ورکوو.»

د دې ټیبلیټ جوړولو لپاره نوکیا کمپنۍ د ټایوان (Taiwan) له فوکسکان (Foxconn) کمپنۍ سره موافقه کړې. دغه ټیبلیټ به روان زیږیدیز په لومړیو څلور میاشتو کې بازار ته وړاندې شي چې بیه به يي ۲۵۰ امریکايي ډالر وي.

د نوکیا کمپنۍ ټکنالوژي برخې مشر رازمي هایداموس وايي: «د نوکیا این ۱ ټیبلیټ به د اپل کمپنۍ اي پډ (ipad) ته هم په هره برخه کې ماتې ورکړي ځکه چې د دغې ټیبلیټ بیه کمه او وړتیا يي زیاته ده.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x