شعـــــرونه

نظم _ محمد الله تبسم

 

د زلفانو تاریکې وه
په وجود کې مې مستي وه
د سحر خمار حالت وو
لکه دښته خوشحالي وه

د ساقي له حسنیته
له ساقي سره یاري وه
د خپل کور څاور دېواله
زما خپله بادشاهي وه

زما هره یو خبره
غږیدلې موسیقي وه
بس د خدای په توله زمکه
بس د لوی خدای بندګي ږه

خو خبر نه وم په دې
دیوالونه به غږیږي
په کوکارو په کوکارو
به مې ستوني راته شکیږي
د زلفانو تارکۍ کې
به مې لار رانه ورکیږي
به دې لاس کې چې رڼا ده
دا لاسونه به شنیږي
زمانه تیږي په لاس
د سړي غوندې ټښتیږي
زما زه به رڼایې ته
لکه سپي غوندې غپیږي

یو مجذوب به زما یار وی
چې به لارو به نڅیږي
د نظر تقاضاګانې
به مې سترګو نه لوییږي
او د چا د قد ساایه به
لکه ژوند غوندې لنډیږي
او د بل چا به وجود کې
به مې ځانه رانه ورکیږي

او له دې نه وروسته خدازده
چې به څومره تکرایریږم
چې دچا به دروازه به
د ردبان غوندې دررېږم
ددې اوس وخت له انسانه
به په کومه لار تېریږم
او تر کومه به همدغه
تبسم ، مبسم کیږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عیسي نبیل

مننه تبسم صاحب ډیرښه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x