په کندهار کې د ايساف پر موتر د وژل شوي کوچني د پلار څرګندونى
پينځه كلن ابوبكر د تيرى يكشنبى په ورځ د كندهار ښار په چونى سيمه كى دامريكايانو د يوه موټر يز كاروان لخوا په موټر ووهل شو او شهيد كړ ل شو .
د شهيد شوى ابوبكر د پلارحاجى محيب الله په وينا ماشوم زوى يي غوښتل له نږدى دوكانونو څخه د ځا ن لپاره د ماشومانو شيا ن رانيسى او كله يي چى غوښتل له سړك څخه تير شى د امريكايانو ټانك وواهه او شهيد يي كړ
چى له پيښى وروسته نوموړى پينځه موټر يز كاروان دپيښى له سيمى څخه وتښتيدل او كله چى دسيمى خلكو وغوښتل د ياد كاروان مخه ونيسى د امريكايانو لخوا ډزى پرى وشوى او له سيمى په تيښته بريالى شول . د شهيد پلار حاجى محيب الله پر دولت او بهرنيو ځواكونو ږغ كوى چى نور دښار په مينځ كى د ناتو دځواكونو موټريز كاروانونوته د تګ او راتګ اجازه ورنكړى ځكه دده په وينا دا څووم ځل دى چى دچونى په سيمه كى داسى ناوړه پيښى رامينځ ته كيږى . محترمو ملګرو دا دى شهيد شوى ماشوم دپلار هيله ده چى دا مضمون نشر شى .
ستاسى دبرياليتوب په هيله نجيب الله احمدى كندهار ښار