ولسي جرګه: ارګ د تړون د تایید لپاره تر فشار لاندې کړي یوو

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې غړي وايي چې ارګ دوی دې ته اړ باسي چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ تړون ژر تر ژره ورته تایید کړل شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي چې د حکومت له لوري ورته پرلپسې مکتوبونه ورځي او ترې غواړي چې ژر تر ژره له امریکا سره لاسلیک شوی تړون تایید کړي.

نوموړی وايي چې د ارګ له لوري دویم مکتوب پرون چهارشنبه ور ورسید چې پکې په ټینګار غوښتنه شوې ده، چې امنیتي تړون باید دولسي جرګې په اجنډا کې ونیول شي.

ابراهيمي وايي دوی پلان لري چې راتلونکې چهارشنبه د تړون اړوند بحث وکړي او ژر خپله پایله واوروي.

له بله اړخه ویل کېږي چې د ولسي جرګې ځينې غړي غواړي چې له امریکاسره دغه تړون ژر تاییدشي او ځينې نور يې بیا مخالفت کوي چې په دې توګه ولسي جرګه بشپړه په دوو ډلو وېشل شوې ده.

د ولسي جرګې غړی مولوي عبدالرحمان رحماني وايي چې ځینې وکیلان د دې لپاره چې د تړون د تایید لپاره خپل ملاتړي ډېرکړي، نورو ته مېلمستیاوې کوي او پټې ناستې سره کوي.

که څه هم ارګ پر ولسي جرګه پرلپسې خپل زور رواړي خو تر اوسه معلومه نه ده چې د خلکو استازي به دغه تړون تایید کړي کنه.

له امریکا سره د امنیتي تړون متن د ګډ حکومت پر سبا د نوي حکومت د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا د سفیر جیمزکننګهم تر منځ لاسلیک شو.

چې د همدې تړون پر اساس به امریکا دهېواد په نهو ستراتېژیکو موقعیتونو کې اډې ولري، چې مالیه او ترانسپورتي مصارف ورنه نه اخیستل کېږي او د تړون له مخې به په افغانستان کې مجرم امریکايي په افغانستان کې نه محاکمه کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د