نړۍ

امريکا کې د واورې توپان شل تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): امريکا کې د خپل تاريخ تر ټولو بدترين واورې توپان راغلی، چې امله يې د هېواد پنځوس سلنه برخه توپان اغېزمنه کړې او ګڼو ايالتونو کې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

د امريکا شمال نيويارک ايالت بوفيلو ښار کې پنځه فټه واوره شوې، چې له امله يې اووه تنه وژل شوي او د سړکونو د پاکولو لارې چارې پيل شوي دي.
د امريکا د هوا پيژندې اداره وايي، چې کېدای شي، نيويارک کې نن يو ځل بيا درې فټه نوره واوره هم وشي.

راپورونه وايي، چې تر اوسه ګڼو ښارونو کې له څلور تر شپږو فټو واوره شوې ده.

د نيويارک ښاروال رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د نيويارک په څلويښت کلن تاريخ کې دا تر ټولو خطرناک توپان دی.

په ډېرو ښارونو کې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، لارۍ او موټر پر سړکونو بند پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x