نادري ناولده

هندوستان: څلور پښې او څلور لاسونه لرونکی ماشوم وزیږید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان په کولکته کې څلور پښې او څلور لاسونه لرونکی ماشوم وزیږید چې د زرگونو خلکو توجه يې ځان ته اړولې. د ډاکټرانو په وینا دا غبرگونې دي چې یو ماشوم د ضعیف والي له امله يي بدن نه ښکاري او له دې بل ماشوم سره یو ځای دی.

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د ختیځ بنگال باروی نومې سیمه کې دغه عجیب الخلقت ماشوم پیدا شوی چې خبر يي په ډیرې چټکتیا سره په ټول هندوستان کې خپور شو او مختلفو سیمو څخه خلک د ماشوم لیدلو لپاره دغې سیمې ته مخه کړه.

ځینې هندوستانیان بیا دغه ماشوم د خپل خدای براهما زوي گڼې ځکه چې د دوي په وینا براهما هم څلور پښې او څلور لاسونه لرل او دغه ماشوم هم څلور پښې او څلور لاسونه لري.

په دغه کلي کې د خلکو گڼه گوڼه دومره زیاته شوې چې کنټرولول يي د عامو خلکو له وسه وتلی ښکاري.

ډاکټران وايي چې په اصل کې دوه ماشومان دي چې د مور په رحم کې نه دي بیلې شوي او د ضعیف والي له امله د یو ماشوم بدن سمه وده نه ده کړي چې بدن يي نه ښکاري او یوازې پښې او لاسونه يي کوم چې له دې بل ماشوم سره نښتی ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x