افغانستان

د اشرف غني د احتمالي کابېنې لست افشا شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه ۱۳۹۳ل): یو شمېر نړیوالو رسنیو د ګډ حکومت د احتمالي کابېنې لست افشا کړی.

ویل کیږي چې دغه نومونه د نشيي توکو سره د مبارزې وزارت ته نوماند ډاکتر محمد عیسی ابراهیمي رسنیو ته په لاس کې ورکړي.

تر دې مهاله رسمي سرچېنو ددغې احتمالي کابېنې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

تر دې وړاندې هم څو ځل دغسې د کابینه د غړو نومونه رسنیو ته راوتي خو ناسم وي.

داسې هم احتمال شته چې  دغه لست  ناسم او کره نه وي.

احتمالي کابينه په لاندې ډول ده:

دفاع وزارت – ﻋﺘﯿﻖ ﺍﻟﻠﻪ ﺑﺮﯾﺎﻟﯽ

کورنیو چارو وزارت – علي ﺍﺣﻤﺪ ﺟﻼلي

بهرنیو چارو وزارت – ﺻﻼﺡ ﺍﻟﺪﯾﻦ ﺭﺑﺎني

پوهنې وزارت – ﻣﺴﻌﻮﺩ خلیلي

ﻭﺯﺍﺭﺕ ﻋﻮﺩﺕ ﻣﻬﺎﺟﺮﯾﻦ – ډاﮐﺘﺮ ﺯﻟﻤﯽ ﺭﺳﻮﻝ

کرنې اﻭ ﻣﺎﻟ‌ﺪﺍﺭﯼ وزارت – انجنیر ﻫﺎﺩي ﺗﻮﺧﯽ

ﺍﻃﻼﻋﺎﺕ اﻭ ﻓﺮﻫﻨﮓ وزارت– ډاﮐټر ﺍﯾﺎﺯ ﻧﯿﺎﺯﯼ

ﻋﺪلیې وزارت – ﺳﯿﺪعلي ﮐﺎﻇﻤي

ﻣﺎلیې وزارت – انورالحق احدي

د ښځو چارو وزارت – ﺍﻧﺎﺭﮐﻠﯽ ﻫﻨﺮﯾﺎﺭ

ﻣﻌدنونو وزارت – مهندس ﺷﯿﺮﻣﺤﻤﺪ ﺟﺎﻣﯽ‌ﺯﺍﺩﻩ

ﺍﻗﺘﺼﺎﺩ اﻭ ﮐﺎﺭ وزارت – ﺍﺳﺘﺎﺩ ﺳﯿﺪ ﻣﺴﻌﻮﺩ وزیری

ﺗﺠﺎﺭﺕ ﻭ ﺻﻨﺎﯾﻊ وزارت – ﻋﺒﺪﺍﻟﻐﻔﺎﺭ ﺩﺍﻭﯼ

د کلیو د پراختیا وزارت – انجنیر ﻋﺒﺪﺍﻟﻤﺘﯿﻦ ﺳﻔﺮﯼ

د ښار جوړونې د چارو ﻭﺯﺍﺭﺕ – انجنیر ﺣﻤﯿﺮﺍ ﮐﺎﮐﺮ

ﻓﻮﺍﯾﺪ ﻋﺎﻣﻪ وزارت – ډاﮐټﺮ ﺍﺣﻤﺪﺷﺎﻩ ﻭﺣﯿﺪ

د نشيي توکو سره د مبارزې وزارت – ډاکتر عیسی ابراهیمي

اجتماعي چارو، شهداو او معلولینو وزارت – ﻣﺤﻤﺪ ﺻﺎﺑﺮ ﻗﻮﯾﺎﺵ

ﺳﺮﺣﺪﺍنو وزارت – ﺍﺣﻤﺪ ﺷﺎﻩ ﺭﻣﻀﺎﻥ

ﺍﻧﺮﮊۍ او اوبو وزارت – ﺣﻤﯿﺪالله ﻓﺎﺭﻭقي

پارلماني چارو ﻭﺯﺍﺭﺕ – ﻧﺜﺎﺭﺍﺣﻤﺪ حبیبي

لوړو زده کړو ﻭﺯﺍﺭﺕ – ﻣﺴﻌﻮﺩ ﺗﺮﺷﺘﻮﺍﻝ

ﺻﺤﺖ ﻋﺎﻣﻪ وزارت – ﺩﮐﺘﺮ قمرالدین حافظ

د یادونې وړ ده چې د کابو ۲ میاشتو د تېریدو وروسته د ګډ حکومت دواړه مشران اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د یوې ګډې کابېنې په جوړلو توافق ته سره نه دي رسېدلي.

ولسمشر اشرف غني چې د سپټمبر پر ۹مه یې د ولسمشر په توګه او د ده شریک عبدالله عبدالله د ګډ حکومت د اجراییه رييس په توګه لوړه وکړه، ژمنه کړې وه چې تر یوې نیمې میاشتې به نوې کابینه معرفي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

حزبیان رحمهم الله اجمعین د بر کلي له خیرات (د جهادي شهرت او د غنیمت له مال) او کوز کلي د (د ګل بي بي او ګلمرجان ) له واده دواړو پاته شول.

زه ټولو غولیدلو پښتنوزبانانو ته ګوتڅنډنه کوم چی مفکر صیب مجبور کړي تر څو د جنایتکارې ټلوالې په لاس د افغانستان د لیلام وزارت (بهرنیو چارو وزارت) ددې مفسدې ډلې له ولکې سخه وباسي، که یې نه مني کوڅه ډبې (مظاهرې) دې راوباسي، که کوڅه ډبو کار ورنکړ نو بیا دې له سپېڅلي لاریون (مقاومت) سره لاس یو کړي.

Malim

پورته لیست کښی زیاته مبالغه ده

ځکه په نوی کابینه کښی هغه وزارتونه چه ادغام شوی هغه هم کر شوی

کابینه به د چهار شنبی په ورځ اعلان شی

دا یو د عامه رایی اخیستی او د خلکو د عکس العمل معلومولو یو لست دی

حزب اسلامی د اشرف غنی په ډله کښی کوم وزارت نلری چه د هغوی د اجرایی شورا تصمیم دی

البت د قانون اساسی د ترمیم په کمیسوین کښی د پام وړ کسان به ولری
همدا رنګه په عالی شورا کښی به کسان ولری

عزیزالله نورانی

د ISIګوډاګیانو په داسی طبلیغاتو نه سی کولالی چی د افغان غیور ولس زهن ګډ وډ وکړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x