افغانستان

ايساف ومنله چې په کونړ کې يې دوه نور ماشومان وژلي دي

injured_childنن ټکی آسیا : په افغانستان کې بهرني ځواکونو ومنله، چې پرون يې په کونړ کې دوه ماشومان وژلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

پرون بهرني ځواکونو ویلي وو چې دوی دوه ماین ښخونکي د څوکۍ په ولسوالۍ کي د هوا څخه په نښه کړي، او وژلي دي، مګر نن یې منلي چې هغه ماین ښخونکي نه، بلکي دوه ماشومان وه.

یو مطبوعاتي پاڼه چې بهرنيانو په افغانستان کې رسنیو ته لیږلی ویلي، چې ددوی یوه پلاوي د افغانانو سره په ګډه د سیمي څخه د لیندنه وکړه، او دا ورته جوته سوه، چې سهوه سوې، او ویلي چې ددغو قواتو عمومي مشر پټرایوس دغه سي پيښي ډیري جدی نیسي او په اړه یې پلټني او څیړني هم کوي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې دا درېم ځل دى، چې د ايساف ځواکونو لخوا په کونړ کې عام وګړي وژل کېږي.

له دې مخکې په غازي اباد ولسوالۍ کې ٦٤ عام وګړي او په ماڼوګي کې ٩ ماشومان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x