افغانستان

افغان ماشومان پرسختو کارونو سربېره جګړه هم کوي

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د رواني میلادي میاشتې نن ورځ ـ د نومبر شلمه ـ د ماشوم نړیواله ورځ نومول شوې ده، چې پکې د بشري حقونو د فعالانو له لورې د ماشوم په حقونو او خوندیتوب خبرې کېږي.

په افغانستان کې د روانې جګړې په اوږدو کې ماشومانو ته هم په نظامي برخه کې د جذب حق ورکړل شوی او ګڼ شمېر بې سرپرسته ماشومان په نظامي برخو کې جذب شوي دي.

که څه هم ماشومان په نظامي برخه کې خپل فعالیت نشي ترسره کولای او د فزيکي ناتواني له امله د جګړې دروند پېټی نشي وړلای. خو بیا هم د دولت په نظامي برخه کې ډېری قومندانان له ځانو سره ماشومان ساتي.

د نن ټکی اسیا له لوري په یوه مستند راپور کې د اربکیانو له لوري د ماشومان د جذب او ورسره د کېدونکو زیاتیو په اړه مستند راپور خپور کړی و، چې پکې ډېری ماشومان په غولولو تر دې کتاره رسېدلي دي.

د روانې لمریزې میاشتې په څوارلسمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په جنګیاليو غږ وکړ چې د خپلو ګټو لپاره دې ماشومان د جګړې قرباني نه کوي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي په یوه ځانګړي راپور کې راغلي چې یواځې په ۲۰۱۳م کال کې نږدې سل تنه ماشومان د دولت له لوري جذب شوي دي، چې د راپور له قوله د ځينو ماشومانو عمر تر اته کلنۍ رسېده.

په جګړه ییزه برخه سربېره په هېواد کې اقتصادي کمزوري د دې سبب شوې ده چې ماشومان سختو کارونو ته ملا وتړي او په یواځې ځان د کورنۍ د څو تنو غړو لپاره نفقه پیدا کړي.

په کابل ښار کې نږدې لس کلن لاس ګاډی چلوونکی له پامیر سینما سره څېرمه لاسي ګاډی چلوي او د څو افغانیو په بدل کې درانده مالونه له یو ځایه تر بل ځایه وړي.

هغه وايي چې د ننګرهار د ګوشتې اوسېدونکی دی او په کابل کې د تره له زوی سره یوځای دغه کار پر مخ وړي.

نوموړي نن ټکی اسیا ته خپل نوم ظفر وښود او وايي چې د کورنۍ پنځه غړي يې د همدې لاسي ګاډي ګټې ته په تمه دي.

هغه په خوشالي وویل چې په کابل کې افغانۍ ګټي او په ننګرهار کې يې چې کلدارې کړي ډېر وخت يې پرې ګوزاره کېږي.

اوس هم د ښار په کو څوکې لسګونه بې سرپرسته ماشومان، پر کثافاتو ټولو بوخت وي، بوټونه رنګوي، د موټرو لپاره د سورلۍ په موندلو څو افغانۍ تر ګوتو کوي او یا هم ځينې د سوال لپاره لاس غځيدلي ګرځي.

نن د ګډ حکومت مشر د ماشومانو د نړیوالې ورځ په مناسبت په یوه غونډه کې وویل چې ماشومان به د کار پرځای زده کړو ته مخه کړي.

په داسې حال کې چې د ډېرو کورنیو لومړي ضرورتونه، د جنګیالیو شخصي ګټو او اقتصادي کمزوریو د ماشومانو په وړاندې د هغو راتلونکې تیاره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x