افغانستانخبرونه

ولسمل: «افغانستان د بهرنیانو د لاسوهنې ډګر ګرځېدلی»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): پخوانی افغان لیکوال او خبریال، محمد حسن ولسمل وايي چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د لاسوهنې یو ډګر ګرځېدلی دی او له لسګونو کلونو راهیسې بهرني هېوادونه دلته پرېمانه لاسوهنه کوي.

ښاغلی ولسمل له تهران راډیو سره په مرکه کې پورته څرګندونې کړې دي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې بهرنیان په تېره بیا ګاونډي هېوادونه له یوبل سره سیالي کوي.

حسن ولسمل وویل چې د سیمې په هېوادونو سربېره نور هېوادونه هم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي وویل چې پر پاکستان سربېره هندوستان هم دلته پراخ لاس لري او دوی ته افغانستان دخپل جنګ یو میدان ښکاري.

حسن ولسمل د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې په افغانستان کې د بهرنیانو له وتو وروسته د پاکستان او هند په ګټه د قومونو د استعمال خبره کړې وه.

پرویز مشرف ویلي و، چې ښايي د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل شي، چې ځینې قومونه به يې پاکستان او ځينې نور به يې هندوستان په لاس کې واخلي.

حسن ولسمل وویل چې د پاکستان د ګټو لپاره د پښتنو قرباني هیڅ حقیقت نه لري او په خبره يې ښايي له پاکستان سره به د اشرف غني اړیکي له طالبانوسره د پاکستان اړیکې کمزورې کړي او هېواد به مو د سولې لپاره حرکت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x