افغانستان

اشرف غني: که بدلون غواړئ، نو وخت راکړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم۲۹مه، ۱۳۹۳ل): ولسمشر اشرف غني وايي،چې په یو وار د ټولو ولایتونود مشکلاتو بنسټیز او دایمي حل او بدلون ناشونی دی، نو باید دوی ته وخت ورکړل شي، ترڅو بنسټیز او دوامداره بدلون راولي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني دغه څرګندونې تېره ورځ په ملي شورا کې د کندهار،هلمند ، پکتیا، لوګر او غزني ولایتونو له یو شمېر استازو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وکړې.

د ولسي جرګو استازو په نوبت سره خپلې ستونزې ولسمشر ته واورولې. ولسمشر د ستونزو له اوریدلو وروسته وویل، چې افغانان ډيرې ستونزې لري، چې دایمي او بنسټیز حل غواړي. نو په همدې نیامت باید حکومت ته وخت ورکړل شي، چې په تدریج سره د ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ويلي چې د افغانستان د دولت د رييس په توګه به د یادو ستونزو د حل لپاره د ملي شورا له غړو سره په منظمه او دوامداره توګه غونډې وکړي او پرېکړې به هم د ملي شورا له غړو سره په مشوره ترسره شي. او په تدريجي، دوامداره او بنسټيزه توګه به دغو ستونزو ته رسېدنه وشي.

ولسمشر د ملي شورا غړو ته ويلي: “که بدلون غواړئ نو باید په تدبير سره پر مخ ولاړ شو او زموږ طرح د بنسټونو بنیادي تغییرات دي، نه یوازې د هغوی شکل.”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x