افغانستان

امریکايي جاسوس ریمنډ ډیوس پاکستاني محکمي نن په عزت سره بري کړ

نن ټکی آسیا: امریکايي جاسوس ریمنډ ډیوس نن پاکستاني محکمي په عزت سره بري کړی، ځکه چې د مقتولینو وارثانو د خپلو مړو په بدل کې دیه واخیستله.

ریمنډ ډیوس چې څه وخت مخکي یې د لاهور په یوه عام بازار کې په سپینه ورځ دوه پاکستاني استخباراتي کسان وژلي وه، او بیا یې یوه بل ملګري چې د کومک لپاره یې راغلی وو، یو بل پاکستانی وګړي په موټر وواهه او ځای پر ځای یې وواژه..

د موټر ډرېور خو په تیښته بریالی سو، او بیا امریکا ته هم ورسیدی، مګر ریمنډ ډیوس د پولیسو په لاس ورغلی، چې بیا وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ غټه شخړه جوړه سوه، او له وجې یې د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشی هم مجبوره شو چې خپل د وزارت څخه لاس پریولي، ځکه چې نومړي دا نه منله چې ریمنډ یو سفارتي کس دی.

د یادوني وړ ده چې د یوه مقتول پاکستاني میرمني هم زار خوړلي وه، او ځان یې وژلی وو، ځکه چې فکر یې کوی چې ددې سره به انصاف نه وسی.

تر ننه پوري داسی مالومیده چې نومړي به ډېر وخت په بند کي تېر کړي، ځکه چې د مقتولین وارثان تر ننه دا نه منله چې دیه واخلي، مګر نن وار په وار ټوله وارثان دې ته اماده سوله، چې په د دیه په کاغذاتو دستخط وکړي، او د ریمنډ ډیوس په خوشی کولو راضی سی..

ځینی خبرونه وايي چې ریمنډ ډیوس د محکمې څخه مخامخ هوايي ډګر ته ولاړ او الوتکه یې اوس پرواز هم کړی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x