نظــر

د غرب تبلیغاتي جنګ او جعلي ویډیوګانې

لیکوال: قاري حبیب

هغه ویډیو چې د – سوريې زړور ماشوم –  نوم یې ګټلی و او په څو ورځو کې په میلیونونو انسانانو د یوې واقعي صحنې په حیث کتلې وه، بالاخره جعلي او تقلبي ثابته شوه،په دې ویډیو ښکاري چې ظاهرا د سوریې داسلامي دولت جنګیالي  په یوه سوري ماشوم ډزې کوي ، ماشوم په زخمي حالت کې هڅه کوي چې دمرمیو په باران کې خپلې کوچنې خور ته نجات ورکړي، ډزې کوونکي دالله  اکبر الله اکبر چیغې وهي او په ډیره  بي رحمې په ماشومانو ډزې کوي،دډزو په منځ کې ماشوم غورځي او یو تن ویشتونکی وایي چې ژوندی دی … ښوري  او په دې ډول اتومات ډزو ته ادامه ورکوي.

دې ویډیو ډيره زړه بوږنوونکې صحنه  انځوروله، او داچې ډزو کوونکو الله اکبر  چیغې وهلې  نو داسلامي دولت دجنګیالیو خورا بې رحمانه تصویر یي نړۍ ته وړاندې کاوو، دې ویډیو په یوټیوب اونورو  انټرنیټي شبکو کې په ملیونونو خلک متاثر کړل اوټولو ورته د یوې رښیتني  بوږنوونکې صحنې په  نظر کتل .

په داسې حال کې چې غربي مبلغینو دغه ویډیو واقعي بلله او د مجاهدینو په خلاف د تبلیغاتي ابزار په حیث یي ترې استفاده کوله، یوه نارویژي فلم جوړونکي کلوبرګ ویلي دي چې دغه فلم  واقعي نه  بلکې خودساخته دی چې په سوریه کې نه بلکې په اروپا کې د یوه  فلم جوړونکي ټیم لخوا تیار شوی دی .

نوموړي دخپلې دې ادعاء د اثبات لپاره د فلم جوړولو د صحنې  نور انځورونه او ویډیوګانې هم خپاره کړي دي  او په دې ډول یي په میلیونونه خلک چې دغه ویډیویي اصلي بلله په خپله عقل پورې خندولي دي .

غربي تبلیغاتي کارمندانو او رسنیزو فعالانو د کلوبرګ په دې اعتراف سخت اعتراضونه کړي  او د نوموړي افشاګري یې  د رسنیزو تبلیغاتو په مؤثریت او عامه باور یو  لوی ګوزار بللی .

د کتونکو په باور دا یوه لویه رسوایي  ده چې د غرب میډیایي ماشین ته ورپیښه شوې ده ، تردې وړاندې غربي مطبوعاتو او محلي اجیرانو یي په زرګونو داسې هیښوونکې ویډیوګانې په  انټرنیټي شبکو خپرې کړي دي چې د اسلامي خوځښتونو بدنامي په کې شوې ده .

دوی د اسلامي امارت ، پاکستاني طالبانو، اسلامي دولت،القاعده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دنورو اسلامي ډلو او جهادي فعالینو د بدنامۍ لپاره په ګڼ شمیر انځورونه ، غږیز کلیپونه ، دغه ډول ویډیویې  کلیپونه خپاره کړي او دغه بهیر لا هم جریان لري، په دغه ډول بدناموونکو تبلیغاتي کلیپونه له وړاندې شکونه موجود و او غالب یقین دا وه چې دا واقعي نه  بلکې تقلبي او جعلي دي ، چې دغرب فلمي کمپنۍ یي په ډیر دقت د مسلمانان دبدنامۍ لپاره جوړوي .

د سوریې اړوند ددې وروستي کلیپ د جعلیت افشاء اوس دا ډول شکونو ته د پای ټکی کیښود، او په  یقین سره یي ثابته کړه چې دمجاهدینو په خلاف د غرب تبلیغاتي جګړه ډیره پراخه ، سیستماتیکه او خورا پیچلې ده ، چې ترشا یي د هالیووډ غوندې هغه  فلمسازې کمپنۍ هم دي چې په ډیر مهارت سره  خیالي صحنې په واقعي تصویرونه بدلوي او ساده خلک ورباندې تیر باسي .

ناخبره مسلمانه !

اوس چې درته ثابته شوه، چې غرب د مسلمانانو او جهادي خوځښتونو دبدنامۍ لپاره داسې شیطاني فریبونه کاروي، نو دخپل ایمان او باور دساتنې په خاطر د غرب په تیلویزونو،راډیوګانو او فیسیبوکي تصویري تبلیغاتو باندې باور مه کوه، ترڅو چې دې په مسلمان مجاهد کې په خپلو سترګو عیب نه وي لیدلی، د غربي مبلغ د ویډیويي یا تصویري سند په وجه ورباندې تور مه لګوه ، کیدای شي د غرب د تبلیغاتي لومو ښکار شي او د خپلو پاکو مسلمانانو په خلاف بې مورده بدګومانه شې !

[fbvideo link=https://www.facebook.com/video.php?v=768668016501891&permPage=1 width=620]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x