نړۍ

هره ورځ د امریکا ۲۲ پخواني فوځیان ځان وژنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د کانګریس سناتورانو هغه خبرونو حیرانونکي وبلل، چې وايي هره ورځ ۲۲ تنه پخواني عسکر د عصبي ناروغیو له کبله ځان وژنه کوي.

سناتورانو دغه خبر وروسته تر هغه په یوه خبرپاڼه کې کړې، کله چې د تیري چارشنبې په ورځ د یوه پخواني عسکر د مرګ داستان واورید.

د تیري چارشنبې په ورځ د پخواني عسکر (Clay Hunt) مور د کانګریس د پخوانيو عسکرو کمیټې ته وویل چې ددې زوی په عراق کې د زخمي کېدو وروسته هیواد ته راغلی، او بیا په افغانستان کې د خپلو نیژدې ملګرو پر لپسې وژنو په عصبي ناروغي اخته کړ، خو د حکومت له خوا نه د هغه د ټپي کیدو په بدل کې څه ورکړه شوه، او نه هم د هغه د صحت خیال ساتل کیدی، هغه په عصبي ناروغۍ اخته وو، او هر وخت یې علاج ته اړتیا لرل، او پر هغه سربیره د بیکارۍ له وجي کړیدی، چې اخیر کار یې په کال ۲۰۱۱ کې دا غوره وګڼل چې نور خپل ځان ووژني.

د پخواني عسکر مور (Susan Selke) زیاته کړه چې زما زوی ۲۶ کلن ځوان وو، د امریکا په هوسټن ایالات کې لوی شوی وو، هغه د امریکا د جګړې وروسته په عصبي ناروغي اخته وو، هغه خپل د حقوقو لپاره در په در ګرځيدی، د هغه نه سم علاج کیدی، او نه هم هغه ته د ژوند تیرولو لپاره یو کار پیدا کیده، هغه خپل د حقوقو لپاره هره دروازه وټکول، خو د حکومت د پيچیده غوښتنو او انتظارونو وروسته اخیر کار چې کله هغه ته د زخمي توب او عصبي ناروغیو بدل ورسید، ۲۶ کلن ځوان پخواني عکسر پنځه میاشتي مخکي لا ځان وژلی وو.

ددغه عسکر مور وايي چې دا نه غواړي د امریکا ټول هغه عسکر چې د ورته حالت سره مخ دي، د حکومت څخه مایوسه سي او ځان ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x