ټولنیزه برخه

د رښتیا ځواک

لیکوال: حامد افغان

ابن هشام لیکلي دي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته ترټولو مخکي دخلکو په وړاندي په لوړ اواز دقران تلاوت کوونکی عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و ، یوه ورځ صحابه کرام یوځای سره ناست وو او ویې ویل: په خدای سوګند تراوسه قریشو په لوړ اواز قران ندی اوریدلی په تاسوکې څوک شته چې قریشو ته په لوړ اواز تلاوت وکړي، عبدالله بن مسعود وویل: زه یې ورته کوم ، عبدالله بن مسعود لږ ځواکه او کمزوری انسان و په مکه کې یې خپل قوم هم نه و چې دسختي په مهال یې د ده مرسته کړې وی ، دا مهال ده د خلکو شپني کوله اوپه (ابن ام عبد) سره یې شهرت لاره ، نو ملګرو یې ورته وویل چې موږ پرتا ویریږو ، دې کارته باید داسي کس تیارشي چې هغه په مکه کې قوم لرې نوکه قریش په هغه برید وکړي خپل قوم به دده ملاتړ وکړي ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وویل: ما پریږدئ الله به زما مرسته کوي.

عبدالله بن مسعود روان شو او کوم ځای به چې قریش کیناستل هلته ورغی ، د دوی خواته ودریدی ، بسم الله الرحمن الرحیم یې وویله او له هغه وروسته یې په لوړ اواز د رحمن سورت پیل کړ، ده تلاوت کاوه او قریشو په خپلو کې له یوه بل نه پوښتني پیل کړې چې ابن ام عبد څه وایي، یوچا ورته وویل : دا د هغو خبرو یوه برخه ده چې محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ورکړل شوې ده هغوی چې داخبر واوریدله پاڅیدل او عبدالله بن مسعود یې په خوله خوله کې په سوکونو وواهه ، او ده خپل تلاوت کاوه ، له دي وروسته چې دی خپلو ملګروته راغی هغوی یې پر مخ د وهلو نښې ولیدلې نو ورته ویې وویل چې موږ پرتا ویریدو چې هغوی به دي ووهي خو هغه ورته وویل : په خدای سوګند دخدای دښمنان چې نن ماته څومره کمزوري ښکاره شول یو وخت هم هغوی ماته دومره کمزوري نه وو ښکاره شوې، که تاسو غواړئ سبا بیا هم زه هغوی ته ورځم او قران ورته تلاوت کوم ، ( ما اعداء الله اهون علی منهم الان لئن شئتم لاغادینهم بمثلها غدا ، سیرت بن هشام لومړی ټوک مخ ۳۳۷)

په یوه کمزوري او بي اسرې انسان کې دومره ځواک له کومه پیداشو ، چې هغه پرته له څه مادي ملاتړ نه د خپل سرټمبه دښمن د غونډې په منځ کې ودریدی او په لوړ اواز یې هغه خبرې پیل کړې چې هغوی یې له اوریدلو کرکه لرله ، ددي ځواک راز په رښتیا باندي دهغه پریقین کې نغښتی و ، عبدالله بن مسعود په دې خبره یقین لاره چې دی پرحقه او قریش په ناحقه دي، کله چې قریشو دقران د تلاوت په مقابل کې د هغه ډبول پیل کړل نو دده یقین نورهم زیات شو ځکه هغه پوه شو چې قریش د دلیل او منطق په ژبه هغه ته ځواب نشې ویلی ، او په ده باندي دهغوی فزیکي تیری ددي خبرې کره دلیل دی چې د استدلال او منطق په ډګر کې هغوی بي وسه او څه نه لرې ، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه درښتیا ځواک لاره او بي شکه چې د رښتیا ځواک له نورو ټولو ځواکونو زیات ده .

په نړۍ کې دځواک او غښتلتیا راز دا نه ده چې انسان په له ستونزو سره نه مخامخ کیږې ، په دې نړۍ کې هرڅوک له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږې د ځواک اومیړاني اصل راز دا ده چې انسان داسي یقین ولري چې د خپل هدف او موخي په لاره کې ستونزې او مشکلات هغه ته سپک او اسانه ښکاره شي، د ستونزو او مشکلاتو په دې نړۍ کې هغه څوک ستونزې او مشکلات زغملی شي چې له دې مشکلاتو لوی شی یې موندلی وي.

مومن په کامله توګه داشی موندلی دی هغه د داسي حق پیرو دی چې په عظمت او صداقت کې یې دی یوه ذره شک او شبهه هم نه لري، او پر دې برسیره هغه باور لري چې په دې لاره کې ستونزې او مشکلات به په اخرت کې د ده بریالیتوبونه زیاتوي او په دې یقین سره هغه د حق په اعلانولو سره داسې خوند او لذت اخلي چې په هغه باندي خوشالي د پای کرښه نه لري، او په ده باندي د دښمن تیری او ظلم د ده یقین زیاتوي او دا باور یې لا زیاتیږي چې دی په حقه او مخالفین یې په باطل ولاړ دي، په یو چا ظلم او تیری د تیري کوونکي او ظالم د ماتي اوشکست اعلان ده. د ایمان او اسلام پر داعي باندي د مخالفینو تیری او ظلم د دې خبرې ثبوت ده چې هغوی د منطق او استدلال په ډګر کې لوبه بایللې ده ځکه یو څوک چې دلیل اومنطق لري هغه له تیري او ځواک کارولو نه کار نه اخلي.

مومن چې کومه رښتیا ترلاسه کړې ده هغه دخدای پر شتون او یووالي د هغه یقین دی او دا یقین ترټولو لوی حقیقت ده نو یوڅوک چې ترټولو لویه هستي ترلاسه کړې هغه له کوچنیو ځواکونو څخه نه ویریږي او له هغه ستر ذات وروسته د بل څه په لټه کې کیدلو ته اړتیا نشته . من وجد الله فماذا فقد ومن فقد الله فما ذا وجد .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x