افغانستان

طالبانو دولت ته تسليم شوي نهه تنه وتښتول

456نن ټکی آسیا: طالبانو دولت ته د يوه تسليم شوي طالب قوماندان کور سوځولى او نهه تسليم شوي کسان يې له ځان سره وړي دي.

د ارسلاخان په مشرۍ د وسلوالو طالبانو يوه ٣٧ کسيزه ډله، چې په غازي اباد ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه، د روانې مياشتې پر لسمه نېټه له دولت سره يو ځاى او ٢٠ ميله وسلې يې هم تسليم کړې.

ارسلاخان نن رسنيو ته وويل، چې پرون د ځايي وسلوالو طالبانو مشر قوماندان بختيالي له خپلو ملګرو سره د غازي اباد ولسوالۍ د ارګل په سيمه کې د تسليم شوي طالب قوماندان پر کور بريد کړى، باغ او کور يې ورته سوځولي دي.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د ده نهه تنه هغه ملګري، چې له ده سره دولت ته تسليم شوي وو، له ځان سره بيولي دي.
د نوموړي په وينا، چې د ولسوالۍ مسوولينو او ولايت ته يې راپور ورکړى دى.
ارسلا خان له حکومت څخه وغوښتل، چې د دوى امنيت دې خوندي کړي.
د کونړ امنيه قوماندان خليل الله ضيايي له دې پيښې ناخبري وښوده.
خو ددې ولايت د ملي امنيت رياست ومنل چې وسلوالو طالبانو نهه تنه تښتولي او د  ارسلاخان کور او باغ يې سوځولى او ورته يې ډېر مالي زيان اړولى دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x