افغانستان

حنیف اتمر د سرتاج عزیز سپيناوی د ډاډ وړ بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه ۱۳۹۳ل): وروسته له هغې چې د پاکستان د لومړي وزیر په بهرنیو چارو کې سلاکار سرتاج عزیز په یوه مرکه کې وویل چې ولې هغه کسان په نښه کړي چې د پاکستان لپاره ګواښ نه دي او د ګډ حکومت دننه يې غوغاوې راپورته کړې، نوموړي خپل سیال حنیف اتمر سره په تلیفون خبرې کړي او د خپلې مرکې په اړه یې سپیناوی کړی.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلا کار حنیف اتمر ته تلیفون کړی و او هغه ته یې خپل د وروستیو څرګندونو په اړه ډاډ ورکړی، چې په مقابل کې حنیف اتمر هم مننه ځیني کړې او د هغه سپيناوي څخه يې ډاډ ښودلی دی.

سرتاج عزیز تېره ورځ په یوې مرکه کې ویلي و چې دوی نه غواړي خپل د هیواد دښمنان زیات کړی، او هغه کسان په نښه کړي، چې پاکستان ته خطر نه دي. « موږ ولې په زور هغه وسلوال د ځان دښمنان کړو چې په اصل کې د امریکا دښمنان دي اوموږ سره هیڅ سر و کار نه لري. »

د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د بې بې سي راډیو له اردو څانګې سره د خپلې مرکې په اړه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د یوې ټیلیفونې اړیکې له لارې خبرې وکړې او د خپلې دغې مرکې په اړه یې هغه ته سپيناوی وکړ.

ښاغلي سرتاج عزیز په دغه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې له «ترهګرو» سره د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې يې خبرې له اصلي متن څخه بهر تحریف شوې وې او دده هدف په یو تاریخي چوکاټ کې د تېرو پېښو په اړه و.

خبرپاڼه زیاتوي چې حنیف اتمر د سرتاج عزیز په ځواب کې وویل: « موږ دا حالت په مطلقه توګه درک کوو، او د دغو ټکو وضاحت او څرګندونه زموږ د ډاد وړ ګرځي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل ماما

په پاکستانی مزدور حکومت باور کول هم د مزدورانو کار دی. یو غلام بل ته سپیناوی کری. بل غلام چاره هم نه لری . حتما به یی مني. د كرزي خبره حقيقت ده چی پاکستان دیورند غواری. او د افغانستان بهرنی پالیسی. او اشرف غنی که خپل حکومت موده کی یو سه کول غواری مجبورا او دوخت ضرورت په پلمه به دا هر سه ور سپاری. او پشتانه چی تر اوسه یی غولولی بیا به هم د غنی غنی بابا کوی. دغه سادگانو ته می زره بد سی. هغه مشران تبلیغاتی کسان خو حق لری چی تبلیغات وکری . زکه… نور لوستل »

ملګری

دغه سرتاج عزیز ډیر بد سپين ږیری دی، ځوانان ښه خطا ایستلی سی، چی څه یی زړه غواړی هغه ووایی بیا وایی ایم سوری، زما خبری غلطی تعبیر شوی، او ځوان لالا یی هم ومنی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x