
واک د وېش پر سر د ولسمشر او اجراییه رييس ترمنځ اختلافات پر خپل ځای دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): څه کم دوې میاشتې وشوې چې نوی حکومت تشکیل شوی؛ خو کابینه لا نه ده جوړه شوې. ولسمشر ژمنه کړې وه چې ۴۵ورځو کې به کابینه جوړه کړي.
د ګډ حکومت د نوې کابینې جوړېدو په باب تازه خبرونه وايي چې د ګډ حکومت د ولسمشر او اجراييه رييس ترمنځ لانجه لا هم پر خپل ځایه ده.
د اختلاف جرړه د واک د وېش په باب په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې د ابهامونو شتون په ګوته شوی.
د ښاغلي عبدالله عبدالله ویاند، مجیب الرحمن رحیمي وايي چې د ولسمشر او اجراييه رييس ترمنځ د واک د وېش په تړاو بحثونه او خبرې اترې په «شدت» روانې دي، مګر د څېرو په اړه تر اوسه خبرې نه دي شوي.
د عبدالله عبدالله ټیم ته یوې نژدې سرچینې څرګنده کړه چې تر اوسه د واک وېش نه دی جوت شوی. کله چې د دواړو مشرانو ترمنځ وزارتونه معلوم شي، بیا هر وزارت لپاره د مشخصې څېرې غوره کول د دواړو رهبرانو کار دی.
له بلې خوا بیا د ولسمشر حقوقي سلاکار وايي چې د موازي وزارتونو شتون د دې لامل شوی چې د کابینې اعلان وځنډېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په نوې کابینه کې د ځینو څېرو د شتون په اړه د ولسمشر او اجراييه رييس ترمنځ اختلافات شته.
د نوې کابینې د اعلان ځنډ په پلازمېنه کابل کې سوداګرو ته ډېر زیانونه اړولي دي. سربېره پر دې بیا د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم د وروستیو ناامنیو لامل د کابینې ځنډ ګڼي.