افغانستان

دپیټریس دوروستيو څرګندونو په اړه دطالبانو سپیناوی

000000mdf61628

په افغانستان کې دناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیوېډ پیټریاس په دې وروستیو کې واشنګټن ته تللی ترڅو دافغانستان دجګړې په اړه له امریکایي اولس او کانګریس سره راپیدا شویو پوښتنو او مخ په زیاتیدونکي نا رضایتۍ   ته ځواب ومومي .

دامریکا یو ې مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې دیوې نوې احصایې له مخې ویلي دي ، چې له دریو څخه دوه برخې امریکایان اوس دافغانستان دجګړې په اړه بې باوره دي ، او دامریکایي پوځ یو بې نتیجې ماموریت یې بولي ، دغه راز دوروستیو راپورونو له مخې اوس په امریکایي کانګریس کې هم په افغانستان کې په جګړه دمصرفیدونکو ملیاردونو ډالرو پیسو په اړه بحثونه راپاریدلي دي ، او دامریکایي اولس غوندې کانګریس وال هم داپوښتنه کوي ، چې آیا دابې نتیجې تلاشونه په دومره مصارفو ارزي ؟

جنرال پیټریاس چې دافغانستان دجګړې اصلي متصدي بلل کیږي ، تیره ورځ دامریکا دکانګریس غړو ته دوینا په مهال هڅه وکړه ، ترڅو دافغانستان دجګړې په اړه امریکایانو ته دروغجنه خوشبیني ورکړي ، نوموړي وویل سره له دې چې دامریکایانو له ناهیلۍ خبر دی ، خو دافغانستان په جګړه کې څرګند پرمختګونه شوي ، چې اوس یې باید ساتنه وشي .

پیټریاس له امریکایي ولسمشر اوباما سره دلیدنې په مهال دغه راز له امریکایي مطبوعاتو سره دمرکو په لړ کې هم په بیا بیا په همدې ټکي ټینګار وکړ ، چې دافغانستان په جګړه کې ښکاره پرمختګونه مشاهده شوي دي ، چې ښایي دنوموړي اشاره به دامریکایي پوځیانو هغو عملیاتو ته وه چې دافغانستان په یوشمیر جنوبي سیمو کې یې په تیرو څو میاشتو کې ترسره کړي دي .

دپیټریاس دلوړو اظهاراتو په اړه باید ووایو چې نوموړی دپخوا په شان یوځل بیا هڅه کوي ، دافغانستان دروانې جګړې داوږدولو لپاره دتېر په شان امریکایي اولس ته دروغجن ډاډ ورکړي ، او دماموریت دغځولو لپاره ترې پیسې او وخت ترلاسه کړي .

که راشو دافغانستان پوځي وضعیت ته ، دلته هیڅ داسې څه نه ترسترګو کیږي ، چې دپیټریاس دځواکونو دلاسته راوړنو یاپرمختګ اطلاق پرې وشي ، بلکې په پرلپسې توګه یرغلګر ځواکونه درانه تلفات ورکوي ، اطرافي سیمې یې له لاسه وزي ، اوپه ښارونو کې هم داغیزمنو بریدونو هدف ګرځي .

په تیره نږدې موده کې دامریکایانو تر ټولو سترعملیات دکندهار عملیات وه ، په دې عملیاتو کې امریکایي سرتیرو ته دبل هروخت په مهال درانه تلفات واوښتل ، چې لا هم ورسره مخامخ دي ، ددې عملیاتو په پایله کې سره له دې چې امریکایانو دکندهارولایت په یوشمیر سیموکې دعاموخلکوپوره پوره کلي او شنه باغونه په بلدوزرو له بیخه وایستل اوبیا یې په هغو اواروشویوسیموکې نوې قرارګاوې جوړې کړې ، خو په ټوله کې یې په سیمه کې دمجاهدینو واک او ځواک مات نه کړای شو ، په دې سیموکې لاهم دمجاهدینو ژور شتون وجودلري ، چې دامریکایانو په نویو جوړو شویو قرارګاوو یې اکمالاتي لارې تړلي دي ، او هره ورځ پرې دمحاصرې کړۍ تنګوي   .

دپیټریاس یوبل پروګرام چې غوښتل یې افغاني اجیر ځواکونه له کمي او کیفي لحاظه دخود کفایي جوګه کړي ، هم تراوسه ناکام پاته دی ، دکابل درژیم لوړپوړي چارواکي په ډاګه وایي چې دافغاني اجیرو ځواکونو دتقویې په لاره کې هیڅ دپام وړ ګام نه دی اخیستل شوی او نه هم په راتلونکو پنځو کلونو کې دا اټکل کیدلای شي ، چې داځواکونه به دځان ددفاع توان ومومي ، دجنرال پیټریاس داربکي سازي پروګرام هم دعامه افغانانو له خوا رټل شوی دی ، او دهیواد په خورا محدودو سیمو کې یې په خوراټیټ کیفیت عملي اړخ موندلی .

بالمقابل داسلامی امارت مجاهدین همدا اوس دجګړییز ځواک او مورال له لحاظه په ترټولو ښه حالت کې قرار لري ، مجاهدینو سږ کال ژمی هم خپل عملیاتي پروګرام په خورا بریالیتوب تعقیب کړ او دښمن ته یې د دمې اخستلو مجال ورنکړ ، په دې سربیره داسلامي امارت استشهادي مجاهدینو په دې وروستیو کې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې په دښمن خورا کاري او اغیزمن بریدونه کړي ، چې دښمن یې له سترې وارخطایۍ او تزلزل سره مخامخ کړی دی ، داسلامي امارت مجاهدین په خورا لوړه حوصله ددښمن په وړاندې وسله وال جهاد ته دوام ورکوي ، او دتل په شان له تعرضي دریځه دپوځي وضعیت ابتکار په لاس کې لري ، په داسې حال کې چې یرغلګرو ځواکونو دکنړ دپیچ درې غوندې دهیواد له زیاترو سیمو څخه دتیښتې او دخپلو قرارګاوودتخلیې په اړه عمل اوفکر کوي .

دجنرال پیټریاس دوروستیو بي اساسه ادعاګانو په اړه باید ووایو ، چې راځئ دقیقه محاسبه وکړو ، دامریکایانو ترټولو وروستي عملیات دهلمند په ګرشک کې وروستي یومیاشتني سرتاسري عملیات وه ، په دې عملیاتو کې دمجاهدینو داحصایې له مخې دامریکایي ځواکونو ۵۴ ټانګونه او پوځي وسایط په چاودنو او بریدونو کې له منځه لاړل ، مګر دعملیاتو له پای ته رسیدو وروسته وضعیت هماغسې دی لکه مخکې چې وه ، امریکایي ځواکونه له درنوتلفاتو سره بیرته خپلو قرارګاوو ته ستانه شوي ، او سیمه دمجاهدینو ترحاکمیت لاندې ده ، دجنرال پیټریاس د ځواکونو عملیات او وروستۍ هڅې هرځای په همداسې انجام محکومې شوي دي ، خو له دې سره سره دا خورا حیرانوونکې ده چې نوموړی خپل دا ډول ناکام تلاشونه ، دحساب وړ پرمختګونه بولي .

لکه څنګه دامریکایي اولس له دریو څخه دوه برخې باور لري ، دافغانستان اسلامی امارت یوځل بیا په ډاګه کوي چې دافغانستان روانه جګړه امریکایانو ته له مطلق شکست پرته بله هیڅ نتیجه هم نه شي درلودلای ، مونږ په لوی خدای باور او ایمان لرو ، او وایو چې دافغان اولس دابرحق جهاد به اخرهم دیرغلګرو په ماته تمامیږي .

ددې جګړې اوږدول او دپوځونو زیاتول دامریکایي پوځي او مالي تلفاتو له ډیرښت پرته بله هیڅ نتیجه هم نه شي درلودلای .

ان شاءالله تعالی

دافغانستان داسلامي امارت ویاند

         ذبیح الله مجاهد    

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x