افغانستان

د اجراييه رييس وروستيو څرګندونو پوښتنې راپارولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت له یوې نیمې میاشتې دوام وروسته، د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني د ځینو کړنو په تړاو ځینې څرګندونې او اشارې کړي دي.

ښاغلي عبدالله د حکومت له خوا د فساد پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي او د سولې بهیر په تړاو نیوکه کړې ده.

له دې وړاندې اجراييه رييس ویلي و چې ځینې کسان توطیې جوړوي چې حکومت له ماتې سره مخ کړي او «ترهګر» واک ته ورسوي؛ خو ښاغلي عبدالله ونه ویل چې له «ترهګرو» او «ځینو کسانو» يې موخه څوک وو.

د چارو د شننونکو په باور د دوو مشرانو دغسې متفاوتې څرګندونې ښيي چې حکومت یو مشخص دریځ نه لري. ښاغلی جاوېد کوهستانی وايي چې حکومت سقوط نه کوي؛ خو دا باید هېره نه شي واکمن حکومت ډېر کمزوری دی.

ښاغلي عبدالله د لړم پر ۲۶مه د کابل بانک د غلا په تړاو وویل: «هېڅ کار نتیجې ته نه رسېږي چې موږ یوه «معلومل الحاله مفسد» ته ټول اختیارات په لاس کې ورکړو او بیا وګورو چې د افغانستان کومه بله څنډه کې کوم مامور څه ګناه کړې ده».

ولسمشر غني، د ماليې پخوانی وزیر، حضرت عمر زاخېلوال د ماليې سرپرست او د ولسمشر مالي سلاکار ټاکلی. د کابل بانک تورنو محکمه کې ویلي و چې باید زاخېلوال هم محکمه کې حاضر کړای شي ځکه له کابل بانکه پیسې د زاخېلوال په امر وېستل شوي دي.

د اجراييه رييس ویاند، مجیب الرحمان رحیمي وايي: «هغوی چې په فساد تورن دي، داسې نه شي کېدای چې ځینې یې زندان ته ولاړشي او ځینې نور یې واک ته ورسول شي». ښاغلي رحیمي کوم دولتي مقام ته مشخصه اشاره ونه کړه.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی، احمد سعیدي وايي چې د فساد پر ضد د حکومت کړنلاره «معقوله نه ده». دی زیاتوي چې ځینې تورن لکه زاخېلوال د ولسمشر سلاکار دی او یو شمېر نور بیا زندان کې پراته دي.

عمر زاخېلوال د ځان سپیناوي په اړه له رسنیو سره تر اوسه د کابل بانک د قضيې په اړه خبرې نه دي کړي.

د ګډ حکومت د دوو اړخونو ترمنځ دغه اختلافي څرګندونې داسې مهال رسنیو ته راوځي چې د نوې کابینې پرسر لا هم د حکومت دوه مشران کومې رڼې پرېکړې ته نه دي رسېدلي. د کابینې پر سر اختلافونه لا هم پر خپل ځای پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x