د نن سرلیکنه

ګډ حکومت او د اختلافاتو بړبوکۍ – سرلیکنه

نن ټکی اسیا  سرلیکنه: د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اوسنی ګډ حکومت د سپټمبر د ۲۲مې نېټې د هغه هوکړه لیک پایله ده چې تر مخه یې د دوو نوماندو شخړو او لانجو د ښاغلي جان کېري پښه تر افغانستانه راوکاږله. د ښاغلیو عبدالله و غني لانجو او شخړو په تېره د عبدالله له خوا د ګواښونو او د عطامحمدنور د «نارنجي» مبارزې ګواښ هغه څه و چې ولس ان د جان کېري فیصلې ته هم په دې هیله لبیک ووایه چې که د ټاکنو د ناندریو له دوامه چې ټول یې ستړي کړي وو خلاص شي.

ګډ حکومت چې د «ملي يووالي» تر سرلیک لاندې منځ ته راغی، رښتیا هم په یوه ډېر ډرامتیک شکل رامنځ ته شو. چا ګومان نه کاوه چې دغسې دوې سره په ټکر او لانجو اخته ډلې دې وکولای شي چې د یوه حکومت برخه او ان د یوه ټیم دوه اړخونه شي. ان د جان کېري له پرېکړې لږ وروسته ډېرو خپلواکو شناندو او د نظرخاوندانو د حکومت پر عادي دوام شکونه ښکاره کړل. د نظرخاوندانو خبره پر هغو شواهدو او اسنادو ولاړه وه چې دوو نوماندو تر شا پرې ايښي وو. د دوی ترمنځ ټاکنیزه سیالي تر بازاري شخړو ورسېده. دا مبارزه دومره پرېوتې شوه چې د مرستیال تر کچې یوه مقام د بل ټیم مشر «قاق روده» وباله؛ ځکه نو د نظرخاوندان هم ګرم نه و چې د «قاق» روده او «چاق» روده ترمنځ د یوه موثر حکومت د تشکیل او عادي دوام احتمال منطقي وګڼي!

په هر صورت، د «ملي یووالي» تر سرلیک لاندې د ګډ حکومت له منځ ته راتګه اوس پنځوس ورځې تېرېږي؛ خو لا هم د نوې کابینې څرک نه لګېږي. ولسمشر غني ولس سره ژمنه وکړه چې په ۴۵ راتلونکو ورځو کې به نوې «مسلکي»کابینه اعلان کړي. مګر اوس چې حکومت لا ډېر نوی دی، د خپلمنځي شخړو، لانجو او اختلافونو خبرونه دلته و هلته کېږي. د کابینې تشکیل د لانجې هغه غوټه ده چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو غاښونه یې نه شي پرانیستلی.

د کابینې پر اختلافونو سربېره، د ګډ حکومت د اجراییه رييس وروستۍ څرګندونې د اختلافونو او لانجو هغه بړبوکۍ دي، چې په هر تاو کې به د نورو شخړو د رامنځ ته کېدو امکان لاپیاوړی کړي.

د عبدالله وروستیو څرګندونو د کابل بانک قضیې او سولې بهیر کې له ولسمشر غني سره د عبدالله د نظر اختلاف ښکاره کاوه. عبدالله د کابل بانک د پرېکړې په تړاو وویل: «هېڅ کار نتیجې ته نه رسېږي چې موږ یوه «معلومل الحاله مفسد» ته ټول اختیارات په لاس کې ورکړو او بیا وګورو چې د افغانستان کومه بله څنډه کې کوم مامور څه ګناه کړې ده». له «معلومل الحاله مفسده» د ښاغلي عبدالله موخه د ښاغلي غني تر څنګ د ده مالي سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست عمر زاخېلوال و. عبدالله «ځینې کړۍ» ان د حکومت د سقوط په هڅو تورنې کړې!

د کابینې تشکیل او بیا چې هره وړه او ستره مسئله د دوو ټیمونو د خپلمنځي شخړو ښکار وي؛ څنګه په دغسې یوه ناجوت حالت کې د یوې ښې راتلونکې تمه وشي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

ګرانو هسی مو ځان ستړی کړی تر ټوووووووووووووووووووووووووووووووووولو مفسیدینو لمړی د ذاخلوال خاین غله او رشوت خور تصمیم پخپله اشرف غنی داسی ترتیب کړی چه تر ممکینه وسه او وخته د هغه له امکاناتو استفاده شوی او ورسته لږ تر لږه د لس کلونو پر بند محکوم شی دمګړی د ذاخلوال غله شپژ له حده زیات د خیانت دوسیی تکمیلی د کمیسوین په اختیار کښی ورکړ شوی او دا چه د ذاخلوال پلویان په اشرف غنی را پورته نشی تفاهم هم داسی دی چه باید ټول ثبوتونه او د دوسیو افشا او شکایات د عبدالله او د هغه ډلی ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x