افغانستان

پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا پر افغاني پوستو بريد کړى

Pakistan_army_soldiersجلال اباد (نن ټکی آسیا 15 مارچ 2011): په ننګرهار کې سرحدي ځواکونه ويلي، چې پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا پر افغاني پوستو ډزې کړې او له امله يې يو سرتېرى ټپي شوى دى.
په ګوشتې ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قوماندان سمونمل عبدالبصير ځینی رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د پرون له پنځو بجود شپي تر ٨ نيمو پورې په پرلپسې توګه د سرحدي پوليسو پوستې تر توپچي بريدونو لاندې راوستې وې.
هغه زياته کړه، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د انارګې سيمې سنګر او شمشاد پوستې ووېشتل شوې، چې په سنګر پوسته کې د سفير په نوم يو خورد ظابط ټپي شو.
سمونمل عبدالبصير وويل، چې افغان ځواکونو له درېيو ساعتونو حوصلې وروسته پر پاکستاني ځواکونو متقابلې ډزې وکړې.
نوموړى وايي، چې د شپې تر يوې نيمې بجې پورې د دواړو خواوو تر منځ ډزې روانې وې.

د ګوشتې ولسوال حاجي سيدالرحمن په ډيورنډ کرښه افغان لوري ته د پاکستاني مرميو راوښتل ومنل.
هغه وويل، چې په ډزو کې يو افغان سرحدي ساتونکي ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، چې د ننګرهار والي ته يي خپل اندېښنه رسولې او که ډزې همداسې دوام ولري په سيمه کې به د خلکو ژوند اغېزمن او ولسونه به کوچېدو ته اړ شي.
د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم په پاکستاني توپچي ډزو د سيمې يو اوسېدونکى وژل شوى و.
سرحدي ځواکونه وايي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې پاکستاني ځواکونو نږدې ١٨ ځلې پر افغان خاورې بريدونه کړي، چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x