افغانستان

جلال اباد: د نجم الجهاد د لیسي مدیر په یوه چاودنه کې له منځه تللی

najmul_jihad_dafterجلال اباد ( نن ټکی آسیا، 15 مارچ 2011 ): نن سهار د اته نیمو بجو په شا او خوا کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د مولوي خالص په فامیلیو کې د نجم الجهاد په عالی لیسه کې چاودنه وشوه، چې له امله یې د لیسي مدیر بهرام خیل صالحي سخت ټپي شو او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د دغه لیسې یو ښوونکي رسنیو ته ویلي چې چاودنه ډېره زوروره وه چې له کبله یې په خونه کې اور ولګید خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه چاودنه څه ډول را منځته سوه.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبان په دغه پېښه کې هیڅ لاس نه لری.
بهرام خیل صالحی پر یو ښوونکي سربیره لیکوال هم ؤ، او په د شوروي د یرغل په مهال یې په جهاد کې هم فعاله ونډه اخيسته وه.
دننګرهار والي ګل اغا شيرزي په دغې پېښې خواشيني ښودلې د وژل شوي مدير کورنۍ ته يې دصبر جميل غوښتنه او ټبې ته يې د ژر روغتيا هيله کړېده .
خبرپاڼه وايي ننګرهار ولايت مقام امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کړې څو دغه پېښه جدي وڅيړي او عاملين يې دقانون منګولو ته وسپاري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x