افغانستان

ننګرهار: ناټو ته تیل وړونکي دوه ټانکران له منځه تللي

tanker_transporting_fuel_for_NATO_forces_in_Afghanistan_burns_in_Jalalabad_April_26_2011نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کي د ناټو یوه ټانکر کي چاودنه وشوله، چي له کبله یي ټانکر اور واخیست، او شا او خوا دکانونو هم اور ورسره واخیست.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء وویل چي نن سهار په سیمه ایز وخت اوه نیمو بجو به شا او خوا کي د تورخم او جلال اباد

په لویه لاره د ګمرک د ودانۍ مخي ته د ناټو د تیلو پر ټانکر چاودنه وشوله، چي ورته نیژدې دکانونو هم اور ورسره واخیست..

د نومړي په وینا په پيښه کي چاته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی، البته ټانکر له منځه تللی، او په دکانو کي د اور وژلو هڅي رواني دي.

د سیمي څخه اوسیدونکي وايي چي په سیمه کي یو څو غرفي دي، چی اوس یی اور اخیستي او د وژلو هڅي یی رواني دي.

ددې پيښي پړه تر اوسه چا په غاړه نه اخیستې.

د ننګرهار څخه په یوه بل خبر کي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن سهار طالبانو د بهرنیو ځواکونو یو د تیلو ټانکر او یو بل بار وړونکي غټ موټر منځه وړی.

د یادوني وړ ده چي پرون هم پر دغه لاره باندي په یوه ټانکر کي چاودنه شوې وه، او د بهرنیو ځواکونو یوه عراده ټانک هم په کښي له منځه تللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x