افغانستان

طالبانو له زندانه دخلاص شویو بندیانود بیرته نیولوخبره رد کړه

Prisonersدتیرې دوشنبې په ورځ دطالبانو د۳۶۰ متره تونل په کیندولو سره دکندهار له مرکزي زندان نه خپل ۵۴۱ تنه بندیان خوشي کړل ، دکندهار امنیتي چارواکو هغه مهال پیښه تاید کړه خو تیره ورځ کندهار والي توریالي ویسا رسنیو ته وویل چی دخوشي شویو بندیانو له جملې نه یې ۷۱ تنه بیرته نیولي ،طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره دکندهار دامنیتي چارواکو خبرې ردکړې

،دا اعلامیه چې دطالبانو دویاند قاری یو سف له خوا رسنیو ته لیږل شوي نن ټکی اسیا هم ددې اعلامیې یوه کافي ترلاسه کړې چی کټ مټ یې نشر ته سپاري.


 په کندهار کې دزندانیانو دبیانیولو دپوچې ادعا په اړه داسلامي امارت دویاند څرګندونې

 

دتیرې دوشنبې په شپه داسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو دیولړ بریالیوتاکتیکي عملیاتو په پایله کې وکړای شول ، دکندهار له زندان څخه ټول ( ۵۴۱) تنه زنداني مجاهدین راخلاص کړي ، باید څرګنده کړو چې له پيله ددې عملیاتودکاري پلان یوه مهمه برخه له زندان څخه دراوتلیو مجاهدینو په سالمه توګه له سیمې دانتقالولو عملیه وه ، چې لله الحمد له پلان سره سم دسهار له راتګ نه مخته دخلاصون دعملیاتو دا وروستۍ برخه هم په بریا سره پایته ورسیده او بندیان ټول خوندي سیمو ته انتقال شول .

له دې عملیاتو وروسته کله چې خبره مطبوعاتي شوه ، او په نړیواله کچه دکابل د رژيم لپاره یوه نه جبیره کیدونکي شرمندګي وبلل شوه ، دښمن له پیښې شوې رسوایۍ دتیښې دوروستۍ هڅې په توګه یوځل بیا خپل پخواني تاکتیک عملي کړ ، دکندهار د لړزیدلې ادارې مشر دبندیانو دبیانیولو پرله پسې ادعاګانې پیل کړې او تیره ورځ یي وویل چې نږدې شپیته تنه بندیان یي بیرته نیولي دي .

دکندهار تش په نام والي وایي چې دوی دمجاهدینو دبیرته نیولو لپاره په کندهار ښار او ولسوالیو کې پراخ عملیات پیل کړي دي ، او دده په وینا داچې بندیان په ( بایومیټریک ) سیستم کې ثبت شوي دي ، نو نیول یې ورته اسانه دي .

په دې اړه باید ووایو چې تیره ورځ رویټراژانس راپور ورکړ چې دامریکا ددفاع وزارت ویاندې ( ډګرمنې الیزابیت روبینز ) ویلي دي ، چې تراوسه ځکه امریکایي ځواکونو دخلاصوشوو مجاهدینو دبیا نیولو په عملیاتو کې ګډون نه دی کړی چې دکندهار چارواکو ترې غوښتنه نه ده کړې ، نوچې بهرني ځواکونه په دې عملیاتو کې برخوال نه وي ، دکندهار دځایي ځواکونو عملیاتي مورال او اراده خو کله هم ددې وړ نه ده چې په مجاهدینو پسې دې لرې پرتو سیمو ته دورتګ جرأت وکړي یا دې دپلټنې عملیات ترسره کړي ، دغه راز بایومیټریک سیستم چې دکندهار لاسپوڅی والي یي بیا بیا یادوی هم دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو له خوا کاریدونکی سیستم دی ، چې تراوسه داخلي عسکر ورته لاسرسی نلري ، اوکه بالفرض ویي هم لري دا له امکانه بعیده ده ، چې دیومیلیوني ښار کندهار ټولو اوسیدونکي دې په دې سیستم معاینه کړای شي اویا دي دغه خلاص شوي کسان دومره زرله ولسوالیو څخه ښار ته ورشي .

لوړ حقایق څرګندوي چې دښمن داځل خورا خندوونکي دروغ وایي ، چې هردعقل څښتن پرې پوهیدلی شي ، دوی چې تراوسه دځینو اجیرو رسنیو له لارې دنیول شویو په نوم دوه درې کسان غږولي دي ، هرڅوک یي جعلیت درک کولای شي ،له دې پرته دوی دخپلې لویې ادعا داثبات لپاره مطبوعاتو ته هیڅ مقنع شواهد نه دي وړاندي کړي اونه هم عقل دا خبره مني چي دمرګ له خطر سره مخامخ خلاص شوي کسان دي بیرته په هغو لارو ورشي په کومو کې چي دښمن څارکوي البته موږ موثق معلومات لرو چي دکندهار ښارامنیتي او استخباراتي چار واکې دخپلو بادارانو او مشرانو دغولولو او له هغوی څخه دامتیازاتو دتر لاسه کولو په موخه دښار بي وزله او سیدونکي او په ښار کې ددیني مدارسو شاګردان په همدې نامه نیسي او هغوی ته یې دبندیانو په نا مه وړاندي کوي .

موږ چې دخلاصو شویو مجاهدینو دبیانیولو په اړه ددښمن وروستۍ ادعاګانې په کلکه ردوو ، خپلو وطنوالو او درستو مطبوعاتو ته ډاډ ورکوو چې لله الحمد تراوسه پورې زمونږ یوتن راخلاص شوی بندي هم بیرته ددښمن لخواندی نیول شوی ، مطبوعات باید ددښمن دې وروستي دروغجن کمپاین ته متوجه واوسي ، او له دښمن څخه دخپلو ادعاګانو سپیناوی وغواړي ، ترڅو خدای مکړه ، بدنام شوی دښمن دخپلې شرمیندګۍ په پټولو کې دازادو مطبوعاتو له اعتبار څخه استفاده ونه کړي .

داسلامي امارت ویاند

قاري محمد یوسف احمدي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x