په جلال اباد کی یو اکمالاتي موټر او یو ټانګ په اور سوځیدلي
نن ټکی آسیا: په جلال اباد کي د بهرنیو ځواکونو یو ټانک او یو اکمالاتي موټر په اور سوځېدلی دی.
دغه پيښه چي نن له غرمې وروسته د دریو بجو په شا او خوا د جلال اباد ښار سوېل ته د رينګ روډ د شمشاد مېني په سیمه کي را مځته شوه، په اړه يي عیني شاهدان وايي چي د بهرنیانو لپاه تیل وړونکي ټانکر او ټانګ سره پسې وه،
چي لومړی د تيلو په ټانکر کي چاودنه وشوله، او بیا يې اور واخیست، او ور پسې ټانګ هم اور واخیست او چاودنه په کښي وشوله.
د مرګ ژوبلي په اړه د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي هیس مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې، او همداسي د ننګرهار والي ویاند احمد ضیاء عبد الزی ویلي دي.
عیني شاهدانو ویلي چي د پيښي وروسته بهرنیانو سیمه کلابنده کړه، او چاته یې اجازه نه ورکول، چي د پيښي ځای ته ورسي.