افغانستان

بهرنيو ځواکونو د القاعده د دوو مشرانو د وژلو ادعا کړې ده

copter_afgنن ټکی آسیا: د ایساف مطبوعاتي دفتر نن خبر ورکړی چي د افغانستان په ختیځ ولایت کونر کې د افغانستان لپاره د القاعده شبکې یو جګ پوړی مرستیال په بمباری کی له منځه وړی.

ایساف ادعا وکړه چي دغه عملیات يي د نومړي په ضد د روان میلادي میاشت په ۱۳مه نیټه تر سره کړې وه..

ایساف ویلي چي د القاعده شبکې دغه کس ابو حفص النجدی نومیدی، او په عبد الغني یي شهرت درلود، او د سعودي تابعیت یی درلود.

د ایساف له قوله نومړی کس په کونړ کي خپل فعالیت کوی، او کله نا کله به د افغانستان او پاکستان تر منځ پولي ته هم تګ راتګ کوی.

ایساف ویلي چي د نومړي کس سره یي یو بل مطلوب تن هم وژلی، چي د وقاص په نامه نومیده.

ویل کیږي چي ابو حفص النجدي په سعودي کي هم د مطلوبو کسانو څخه وو.

د ایساف ددغه ادعا په اړه تر اوسه القاعده شبکې په رسمي توګه څه نه دي ویلي، او ډېر ځله داسي پيښه سوې چي ایساف ورته ادعاوي کړي وي، او بیا هغه ناسمي ختلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x