نظــر

طالبان ریښتیا کمزوري شوي؟

لیکوال: شاهد غزنیوال

د چارشنبې په ورځ دافغانستان د ملي امنیت ویاند په کابل ښار کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په اړه وویل: ((په لیرو پرتو سیمو کې د دولتي ځواکونو په مقابل کې د وسله والو طالبانو شکست هغوی دیته مجبور کړې چې خپل فعالیتونه پرلویو ښارونو په تیره کابل ښار باندې متمرکز کړي، همدا لامل دی چې په ښارونو کې د طالبانو په پوځي بریدونو کې ۶۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی)).

د ملي امنیت ویاند په داسې حال کې په کابل ښار کې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې خپله ناکامي د طالبانو پر کمزوري توجیه کوي چې له ده پرته ټول دولتي چارواکي د طالبانو پر پوځي برلاسي ، حساسو دولتي مراکزو ته د هغوي دسترسي او په امنیتي ارګانونو کې د هغوی د نفوذ پر زیاتوالي اعتراف کوي.

د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې غړیو په پلازمینې کابل کې ژوندی پاتی کیدل یو احتمال او د طالبانو په بریدونو کې یې وژل کیدل یو حتمي امر وباله.

همدا راز د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په کابل کې د طالبانو پرلپسي بریدونه د امنیتي ارګانونو کمزوري وبلله.

پرکابل ښار د وسله والو طالبانو د حملو ترکیز د هغوی لخوا د یوه نوي جنګي تکتیک په توګه کارول بلل کیږي ؛ ځکه اوس مهال په لیرو پرتو سیمو کې د جوي او موسمي شرائطو له کبله د طالبانو جبهي فعالیتونه د متوقف کیدو په حال کې دي ، خو دا چې د۲۰۱۴ کال وروستۍ شپې او ورځې ډیرې حساسې دي نو هغوی غواړي د بهرنیو او دولتي ځواکونو په مقابل کې خپل فعالیتونه پر داسې ځایونو متمرکز کړي چې له تبلیغاتي اړخه یې اغیز تر اطرافي سیمو ډیر زیات وي.

له بلې خوا طالبانو دا درک کړې چې د دولتي چارواکو تر منځ موجودو اختلافونو او همدا راز د ۲۰۱۴ کال په پایته رسیدو سره د بهرنیو ځواکونو پر شاتګ د کشفي او امنیتي ارګانونو مورال ډیر اغیزمن کړی ، نو ځکه کولای شي له دغې تشې څخه په استفادې سره په کابل ښار کې په ډیرې آساني سره حملې تر سره کړي.

د ښارنو چریکي جګړه (Guerrilla warfare) له محاربوي لحاظه تر جبهي جګړې ډیره پیچلې او تکتیکي وي ، ځکه په جبهه جګړه کې د محاربې کرښې ښکاره او د دوست دښمن استقامت معلوم وي ، خو د ښارونو په جګړه کې چې هرڅه د حاکم جهت تر واک لاندې وي مقابل جانب ته د هر ډول پوځي فعالیت ترسره کول ډیر ستونزمن وي.

له نظامي اړخه د ښارونو د عملیاتو اغیز هم پرمقابل لوري ډیر زیات وي ، همدا اوس لیدل کیږي چې په کابل ښار کې تر دولتي چارواکو بهرني دیپلوماتان ډیر ځان په خطر کې ویني او ځیني یې غواړي له دغه خطر څخه د ژغورنې په خاطر کابل پریږدي چې یوه بیلګه یې په کابل کې د بلجیم سفارت تړل کیدل دي.

د افغانستان د ملي امنیت چارواکي له منل شویو محاربوي او امنیتي مصطلحاتو سره د نابلدې له وجې داسې څرګندونې کوي چې له امنیتي او نظامي لوائحو سره په ټکر کې وي.

هر هغه محارب جهت چې د چریکي جګړې توانايي ولري هغه مخکي ترمخکي د جبهي جګړې د سنګر فاتح وي.

د طالبانو د کمزوري او په مقابل کې یې د دولتي قواوو ځواکمنتوب هغه شعاري خبرې دي چې هم يې بهرني ځواکونه اوهم یې دولتي چارواکي د خپل ځان د تبرئي لپاره کوي.

که واقعیت هم داسې وي لکه بهرنیان او امنیتي چارواکې چې وايي نو بیا په کابل او نورو لویو ښارونو کې د طالبانو د بریدونو د ۶۸ فیصده زیاتوالي خبره څه ډول توجیه کیدلای شي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

شاهدصیب مننه،،ویل کیږی دطالب په جیب کی کړپ کړوپ،اودربی وه استاذپوښتنه ځنی وکړه طالب جانه دادڅه شی کړپی ده طالب دشعرپه زبه جواب ورکړ،،یوه آینه بله شانه بل دنسواروډبی،،ټول متضادسره یوځایی ځکه یی خیزی دربی،،نوپه مزدوره اداره کی هم دډیروهیوادونوپرستارخانولوی سوی تالی څټی راټول سوی یوپربل حال نه لری هریوپه خپله غوجله کی تړلی ځکه یی دریځونه اوڅرګنده ونی سره ټکراوکړپُ کړوپ کوی

Malim

که یو نظر مختصر د طالیبانو سیاسی پس منظر وګورو داسی ده د امیر عبدالرحمن په زمانه کشی یعنی د انګلیس لاس پوڅی د امان الله خان پّ وخت کښی د انګلیس جنګیالی د نادرشاه خان په وخت کښی د حلوا او غوښو درباریان د ظارهر شاه په وخت کښی لاهم په غوښو شلومبو او حلواوو نازولی درباریان چه دهغه جال او جلال توصیف او تبلیغ دین به یی بیاناوه د داود خان په وخت ( د کمیونزم پر خلاف د مبارزی پر وخت ) ددوی ستر بادار ظوایر شاه رورو د منظم کړل او ځینی داود خان د کمیونزم… نور لوستل »

یاسر

معلم صاحب نه پوهیږم چې ستا اساس به چیرته او چا ایښی وي.

ستا تاریخ او ریخ ته حیران شوم چې سومره به یې د طالب جان له ډاره ثبتوی.

یاسر

له نن ټکي آسیا څخه په ډیر درنښت هیله کوو، چې تبلیغاتي او بې بنسټه تبصری او خبرې نشر ته ونه سپاري.
مثلت مثلا . مالم malim دا شان خبیثان د همداسې پوچو تبلیغاتو د خپرولو لپاره زمینه ګوري چې د ضعیفو عقیدو والا مسلمانان پرې تیر باسي.

سمیع

یاسر جان محترمه

نوشی جان ډیر ښکلی خط د ده .

معلومیژی یو ټالیب یی

عقل منطق پوهه د همدومره ده .

چه باید زر پړئ وشکوی نور خو هسی هم ستاسو سرونه له پروړی ډک دی

Malim

قدر من او ښاغلی یـــــــــــــــــــــــــــــاســـــــــــــــــــــــــر صاحب ستا له نیکی او معتبرو علمی ، انسانی ، اسلامی ، افغانی ، اخلاقی او پښتنی نیوکو څه یوه نړۍ مننه زما اساس لوی پروردګار ایښی او هم هغه زما رب او خالق دی. شاید له تا خپل اساس ورک وی یا پری مشکوک شوی یاست. ګرانه نر شه علمی دلیل ووایه او بیا نیوکه وکړه که لیکل در ته دروغ ښکاری راشه ګرانه چه هر ډول ثبوت ته غواړی چه ستا په اختیار کښی یی درکړم او که بی دلیله او بی منطقه شکنځل کوی دا نو بیا ستا له شان سره ښایی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x