افغانستان

د پکتیا والي د چاودني څخه روغ رمټ ووتی

jomaKhanHamdard_Paktiaنن ټکی آسیا: نن د پکتيا په مرکز ګرديز کې د والي د موترو د تيريدو پر مهال د چاودنې له کبله د والي د 3 تنو ساتونکو په ګډون څلور 4 تنه ټپيان شوه, خو والي ته کوم ډول زيان ونه رسيد .

د پکتیا والي رسینو ته وویل چي نن سهار د هغه د موټر د تیریدو په مهال چاودنه وشوله، چي یوازي یې د نومړي ۳ تنه ساتونکي ټپيان کړه.

نومړي وویل چي چاودېدونکي توکي د ولایت د میلمستون او ولایت د مقام تر منځ په یو ګلدان کي ځای پر ځای شوي وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه برید پړه پر غاړه واخیسته او وې ویل چي دغه چاودېدونکي توکي د والي د له منځه وړلو لپاره ځای پر ځای شوي وه، خو یواز د نومړي څلور تنه ساتونکي يې ټپيان شول، او والي ته کوم ډول زیان ونه رسید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x