افغانستان

کابل -جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د کابل-جلال اباد پر لویې لارې یوې خونړۍ ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ کسان وژلي.

د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک ویلي چې دغه پېښه پرون ماښام مهال د کابل – جلال اباد پر لویه لاره رامنځته شوې.

سرحدي ځواک زیاته کړې چې موټر له یوه دکان سره ټکر شو او په کې ناست ټول کسان ووژل شول.

د کابل – جلال اباد د ټولی پولیس قومندان نظیف ویلي چې پېښه ماښام مهال شاوخوا ۵ بجې د لغمان ولایت په مشالي کمره کې رامنځته شوې. نوموړي زیاته کړې چې موټر له یوه غره سره ټکر شوې او په کې ناست ټول کسان وژل شوي.

ویل کیږي چې په وژل شوو کسانو کې یو تن د پوهنتون محصل و چې د پاکستانه یوه ورځ وړاندې افغانستان ته تللی و.

د ټکر لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تیز چلول ښودل شوي دي.

په وژل شوو کې د یوې کورنۍ ۳ ښځې، ۲ ماشومان او ۲ نارینه دي او ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x