دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کې – ۷

عبدالغفار جبیر

علامه الوسی رحمة الله علیه لیکی:
چی دحضرت ابن عباس رضی الله عنه دوینا مطابق جلباب وهغه پورڼی ته ویل کیږی چی ښځه ئې دپورته څخه ترکښته پوری پرځان اچوی۔
(روح المعانی ج22، ص 88)
دجاهلیت په وخت کی فاحشو،مینځواونوروحجاب  نه کاوه، اوبې له حجابه به هرځای تلې اوګرځیدې، نوالله جل جلاله ددې لپاره چی ددې ښځوڅخه دمسلمانوښځوامتیازوشی نودحجاب امرئې وکی، اوپه دې کی دوه هدفونه نغښتی دی:
1: داچی کومی ښځې چی په حجاب کی  ګرځی ددې مطلب داچی داشریفه ښځې دی، اوداحجاب وفاحش سړی ته داپه ګوته کوی چی دافاحشه نه ده، اوورپسې منډې مه وهه۔
2: داچی دهغه بدکاره سړی په ذهن کی داراځی چی دې ښځې خپل ځان دومره پټ کړیدی، نوخپل عورت به څنګه لوڅ کړی، اوددې سره دبدکارۍاوزناخوهیڅ سوال نشته داځکه داپرده لرونکی ښځه ده۔
(تفسیر ابن کثیر، ج25، ص 230)

دجاهلیت په زمانه کی ښځې بې پردې ګرځیدې، اوکوم حجاب ئې نه استعمالاوه، اونارینه به په دې ډېرخوښ وه، اودخپل ځان لپاره ئې یوڅوک کتل اودابه ددوی دنده وه، نوالله جل جلاله وخپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته امروکی چی کله مسلمانې ښځې دضرورت پرمهال وځی نوپرده دی کوی۔
(تفسیر قرطبی، ج 14، ص 243)

علامه ابن جوزی رحمة الله علیه لیکی:

چی دامام قتیبه رحمة الله علیه په قول ددې ایات مطلب دادی:

چی مسلمانې ښځې بایدغټ پورڼی پرسرکړی چی ټوله بدن ئې پټ وی اودامعلوم نشی چی داځوانه ده، بوډاده، شتمنه دی، مسکینه اوکه بل څه۔
(زادالمیسر ج 6، ص 422)

بل ځای الله جل جلاله فرمایی:
(الاحزاب 53)۔
اوکله چی غواړی تاسی له دغو(مطهراتوازواجو) څخه دکوم متاع کارکوم څیزپس غواړی هغه له دوی نه دباندی دپردې دغه(غوښتل دباندی دپردې)د تاسی ډېرپاک ساتونکی دی دزړونوستاسی او(ډېرپاک ساتونکی دی) دزړونوددوی۔

سوال نه پیداکیږی چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په صحابه وو کی ددې توهم شوی وای چی دوی دی وازواج مطهراتوته په یوه بڼه سره وګوری، مګربیاهم الله جل جلاله وټولوصحابه ووته وویل چی تاسی چی څه پوښتنه کوی  اویاهم یو(متاع) یوشی غواړی دمسلمانانودمیندوڅخه نودپردې داخواڅخه ئې غوښتنه وکی، اوبل داچی دا دټول امت مسلمه دتعلیم په خاطردپردې اوصول وضعه شول چی بیاالله جل جلاله په دې حکم سره پر زرهاوونیکمرغې پکښې نغښتی دی، چی په راتلونکی کی به  پرې پوره بحث وشی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x