نړۍ

پېښور: بمي چاودنې ۲ پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۲ پوځيان وژلي او ۲ نور يې ټپیان کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

د پېښور د پولیسو یو مشر شاکرالله بنګش ویلي چې ۶ پوځيان د پېښور ښار څخه ورسک ته روان و چې د موټر یې د ریموټ کنترول بم پر مټ والوزول شو.

نوموړي زیاته کړې چې چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و او کله چې د پوځيانو موټر له سیمې تیریده نو چاودنه پرې وشوه.

د پولیسو ددغه مشر په وینا په چاودنه کې ۲ پوځيان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي چې روغتون ته انتقال شوي دی.

ډان ورځپاڼې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې په په چاودنه کې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوې او د پولیسو چارواکو په وینا داسې معلومیږي چې په دغه برید کې له ۵ تر ۶ کیلو باردود استعمال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې پر پاکستاني ځواکونو دا دوهم برید دی.

لومړی  د ستمبر په وروستیو ورځو کې د سرحدی ځواکونو پر یوه ډګرمن سرتیری برید وشو چې په ترڅ کې ۴ کسان ووژل شول.

دغه بریدونه په داسې حال کې کیږي چې پاکستاني ځواکونو په خیبرایجنسۍ او شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x