افغانستان

په هلمند كې دوه تنه فدايي بريد كوونكي ووژل شول

roadside_bomb_in_GhazniApril_18_2011د هلمند د گرشك ولسوالى امنيه قوماندان څارمن زمرى وايي چې دغه پيښه نن د گرشك ولسوالى بازارته څيرمه دفرقې مخې ته هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې دوه تنو فدايي بريد كوونكو چې پر يوه موټرسيكل سپاره و غوښتل يې چې په اكمالاتي كاروان بريد وكړي خو موخې ته له رسيدو وړاندې يې په ځان پورې تړلي چاوديدونكي توكي چاوديدلي اووژل شوي دي.

دده په وينا چې په دې پيښه كې د اكمالاتي كاروان دوه تنه ساتونكي ټپيان شوي دي اونوركوم زيان يې نه دى اړولى.

تر اوسه طالبانو ددي پيښي په اړه څه نه دي ویلي..

ايد وويل شي چې په روانه ميلادي مياشت کې د افغانستان په يو شمير سیمو او ولایتونو کې ګڼ شمير فدايي بريدونه تر سره شول چې له امله يې بهرنيو او افغان قواوو ته درانده مالي او بدني زيانونه هم ورسيدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x