
بلجیم په کابل کې خپل سفارت تړي
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه۱۳۹۳ل): د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ډير ژر به په کابل کې خپل سفارت وتړي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د را روان کار د جنورۍ میاشتې وروسته په کابل کې د بلجیم سفارت چارې به د پاکستان په اسلام اباد کې د بلجیم سفارت پورې وتړل شي.
یادې سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې بلیجم د ناټو ځواکونو لاندې یو شمېر عسکر هم په افغانستان کې لري چې د روان کال تر پایه به له افغانستانه وځي.
د بلجیم د عسکرو د وتلو سره همهاله به ددغه هېواد سفارت هم په کابل کې وتړل شي.
ځينې سرچینې وايي، چې د بلجیم د دې اقدام لامل د کابل په شمول په ځينو لویو ښارونو کې روانه بې امني او ورځ په ورځ زیاتېدونکي بریدونه دي. له دې مخکې امریکا په هرات کې خپله کونسلګري د امنیتي انديښنو له کبله تړلې وه. دا لا څرګنده نه ده، چې ایا دا به د بهرنیو هېوادونو ديپلوماتیکي مرکزونو او سفارتونو د تړلو لومړۍ او وروستۍ پېښه وي . که به نور هېوادونه هم د خپلو سفارتونو او سیاسي نمایندګیو تړلو ته اړ شي.