افغانستان

مېړه د واده په درېیمه ورځ ناوې وژلې

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي یو سړي خپله ناوې د واده پر درېیمه ورځ وژلې.

بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د لړم پر ۲۹مه په ځايي وخت ماسپښین ۳ نیمې بجې رامنځته شوې.

د وژل شوې انجلۍ کورنۍ د نوموړې عمر ۱۷ کاله ښيي او وايي چې مېړه یې نوموړې زندۍ کړې او د ښځې ګاڼه يې له ځانه سره تښتولې.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست د پېښې پخلی کړی او له پولیس يې غوښتي چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي او تورن کس ونیسي.

د ښځو سره د تاوتریخوالی دا درېيمه پېښه ده چې د هېواد په شمال کې د یوې اونۍ په اږدو کې ترسره کیږي.

د تېرې اونۍ په لومړیو ورځو کې دوې ښځې د خپلې کورنۍ لخوا ووژل شوې او تر هغې وړاندې په تخار کې یو خاوند خپل مېرمن په دې تور ووژله چې له وخته مخکې یې بچی زیږولی.

د پولیسو وروستۍ څېړنې وايي چې د ښځو د وژلو لامل کورني اختلافات ښودل شوي دي.

د بشري حقوقو وروستۍ شمېرنې شيي چې په ۱۳۹۳لمریز کال کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۶۶۱ پېښې ثبتې شوي دي.

د سیمې خلک ددغو پېښو زیاتیدل د رسنیو لخوا د بداخلاقیو خپرول او د سیمې خلکو له دینه لرې والی ښيي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

ددیموکراسی مینوالوته دی ددیموکراسی له ځان سره راوړی تحفی مبارک وی،دغه شمیره پیښی خوهغه دی چی کرایی رسنی په خبری دی هغه چی پټی ترسره کیږی څومره به وی ،،بی علمی،جهالت،له دینه لری والی هم ددیموکراسی اوعاشقانوراوړی ارمغان ده ،نوبیامو مبارک سه

امدادالله حقمل

د ماین پاکۍ موسسات دپاکستان او انګلستان لپاره کار کوی ټول کوردینات یی پاکستان ته دطالبانو په لاس واستول
دا څووم ځل دی چی طالبان ددوی په اسبابو او دوی باندی چاپه اچوی ولی سامان چاپه کوونکی له ځانه سره وړی خو دوی ټول بیرته ژوندی خوشی کیږی دافغانستان ټول کوردینات چی ددوی په لاس غونډیږی او د طالبانو په لاس پاکستان ته استول کیږی
گرانو زما ایمیل او نوم باید څوک ونه وګوری

نورالله

الله ج د هـدایت افغانانو ته وکـړی او شــرعی نظام د الله راولی بیا به دا پـیشی نه کـیژی زکه دا خـلګ له اسلامه پـوره خبر نــدی

ډاکتر احمدی

یارا نو دا دشمالی ولایتونو کی داسی پیَخی زیاتی شوی دی – دا د جمیعتی اسلامی قوماندانان او سرگروپان دی – دا خاینین

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close