افغانستان

دکندهارله زندانه 541 تنه سیاسي بندیان وتلي( بشپړ راپور)

kandahar_zindanله کندهاره په تازه رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي تیره شپه دکندهار له مرکزی زندانه په سلګونو سیاسی بندیان دیوه کیندل شوي تونل له لاري وتلي .

طالبانو دپیښې پړه په غاړه اخیستي ،طالبانو ویاند قاري یو سف احمدي رسنیو ته دپیښې په اړه تفصیلي راپور لیږلی چې یوه کاپي یې نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې چې په رالیږل شوې بڼه کټ مټ خپریږي .

دکندهار مرکزي زندان مات ،۵۴۱ مجاهدین ازادشول ( هیښونکی تفصیلی راپور) )

 

تیره شپه دروان میلادی کال داپریل ۲۵ شپه دافغانستان داسلامي امارت مجاهدین دلوی څښتن تعالی په نصرت په دې وتوانیدل ترڅو دکندهارزندان مات او ۵۴۱ تنه زنداني مجاهدین چې ۱۰۶ تنه یې قومندانان وو  ازاد کاندي ، دپیښې بشپړ جریان په دې ډول دی .

کندهار محبس دهیواد په سطحه ددشمن مشهور او خورا ستر محبس دی ، دامحبس مختلفې څانګي لري ، چې مهمي یي دجنایي او سیاسی بندیانو څانګي دي ، چې مجاهدین بندیان ټول ددې محبس په سیاسي څانګه کې ساتل کیدل ، حاضردمه ددې محبس په سیاسی څانګه کې مجموعا ۵۴۱ تنه مجاهدین بندیان وه ، دافغانستان داسلامی امارت تر سرپرستۍ لاندې دکندهار مجاهدینو دتیرو کامیابو عملیاتو په تعقیب څه موده وړاندې یوځل بیا داسي پلان جوړ کړ ترڅوپه دې محبس کې زنداني مجاهدین ازاد کاندي .

دمجاهدینو له پلان سره سم ، پنځه میاشتې وړاندې دمحبس د جنوب خوا له ۳۶۰ مترۍ څخه مجاهدینو ترځمکه لاندې په یوه تونل کارشروع کړ ، مجاهدینو په خورا زراکت، راز ساتنې او مسلکي ډول خپل کار ته ادامه ورکړه ، مجاهدینو خپل داتونل په تیرو څومیاشتو کې ۳۶۰ متره وغځاوه چې په دې توګه ددښمن ترامنیتي پوستو او دکندهار هرات دلویي لارې څخه لاندې تیر شو او مخامخ دکندهار محبس سیاسي څانګې ته ورغی .

په وروستیو کې چې ددې تونل کار پای ته رسیدلای وه مجاهدینو په خوندي توګه دټولو بندیانو درایستلو لپاره خپل پلان له سره تجدید کړ ،په داسې ډول چې دپلان دکامیابي لپاره دمحبس په شاوخوا سیمه کې دفدایي مجاهدینو یوګروپ هم باید شتون ولري ، ترڅو دخلاصون دعملیاتو په مهال ددښمن داحتمالي عکس العمل په وړاندې په تهاجمي عملیاتو لاس پورې کړي .

له پروګرام سره سم تیره شپه یوولس بجې له محبس څخه دبندیانو دایستلو کار پیل شو، څرنګه چې دمحبس دننه دمجاهدینو له جملې یوازي دری تنه ددې پلان څخه خبر وه نوهغوی به هرې کوټي ته ورتلل ویده بندیان به یي په نوبت راویښول او بیا به یی دتونل په خوا رهبري کول په دې توګه دټولو کوټو دبندیانو دایستلو کارپیل شو دشپې تقریبا دری نیمي بجې وه چې له محبس څخه وروستی بندي مجاهد هم را ویستل شو، چې په دې توګه دمحبس جنوب ته په خوندي ډول ووتل ، وروسته دمجاهدینو دپلان سره سم دمجاهدینو دانتقال لپاره همدې سیمې ته موټر راوستل شول او ټول مجاهدین په پوره اطمنان خوندي سیموته انتقال کړای شول .

دیادونې وړ ده چې په دې بندیانو کې دزخمیانو، ناروغانو او ډیرو ضعیفو بندیانو په شمول ټول بندیان را ایستل شوي دي ، او دزندان په سیاسی برخه کې هیڅ زنداني هم نه ده پریښودل شوی .

ددې عملیاتو برخوال مجاهدین وایي چي عملیات خورا بریالی انجام شول ، تردې چې دښمن هیڅ خبر نه شو او نه یي غبرګون وښود له همدې امله دمجاهدینو دفدایانو منتظره قطعه هم پرته له عملیاتوله سیمې ووتل .

ددې پیښې ترټول جالب اړخ داوه چې دا عملیات دشپې په ۳ نیمی بجي پای ته ورسیدل خو دښمن دلمرختو په مهال هم لا له پیښې خبر نه وه ، سیمیز خلک او دصحنی څارونکی مجاهدین وایي چې له عملیاتو څلور ساعته وروسته هم دمحبس په شاوخوا کې ددښمن کوم داسي تحرک نه ښکاري چې له پیښې ددوی خبرداری ترې وفهمیږي .

باید وویل شي چې په سیمه کې په داخلی دښمنانو سربیره دبهرنیانو هم ګڼ شمیر ځواکونه ، قرارګاوې ، او امینتي کامرې فعالي دي خو له عملیاتوڅو ساعته وروسته هم ددښمن ټول ځواکونه په دې نه دی توانیدلی چې دترسره شو یو عملیاتو ماهیت درک کړي .


طالبان ددې تر مخه په کال ۲۰۰۸ د جون په میاشت په ۱۳ نیټه توانیدلي وه، چي د کندهار زندان په جګړیز توګه مات او خپل ټوله بندیان چي شمیر یی تر ۴۵۰ زیات وو را خوشي کړي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x