دیني، سیرت او تاریخ

امربالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده (۳-۴-۵)

لیکوال: نور الحق مظهري

« دریمه، څلورمه او پنځمه برخه»

داحادیثو په رڼاکی

1.    عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً.[صحیح البخاری 3461]

ژباړه: دعبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما رسونه وکړئ کڅه هم په اندازی دیوه آیت وی.

دلته که سړئ ددی حدیث وتأکید ته وګوری چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی دځانه څخه دتبلیغ په رسولو باندی کوی ، نو داخبره به له ورایه سړیته ښکاره شی چی امر بالمعروف دهرچا کاردئ، ځکه لکه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دقول اویافعل رسول چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی د رسولو امر کړئ دئ دهرچا وظیفه ده امر بالمروف چی د الله ددین رسول دی ، هم دهرچا وظیفه ده ، او دلته ددین په رسولو کی هیڅ قسم اختصاص تریوی نومولی ډلی پوری نشته ، البته لکه مخکی چی مولیکلی دی ، کوم شئ چی څوک یی بل چاته رسوی داخبره ضروری ده چی باید یی سم اوپوره زده وی.

په فیض القدیر کی یی ددی حدیث په شرح راوړیدی: وقوله ولو آية أي علامة تتميم ومبالغة أي ولو كان المبلغ فعلا أو إشارة بنحو يد أو أصبع فإنه يجب تبليغه حفظا للشريعة.[فیض القدیر شرح جامع الصغیر3159]

ژباړه: داقول درسول اکرم صلی الله علیه وسلم چی کڅه هم یوآیت وی: یعنی یوه دکامل کیدلو اورسیدلو علامه وی ، یعنی کڅه هم هغه رسوونکئ شئ ، یوکاروی اودلاس او ګوتی غوندی اشاره وی ، رسول یی ضروری دئ پخاطر دحفاظت دشریعت.
یعنی که هرڅومره لږ اولنډه خبره اویا کار وی چی هغه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وی باید یی سړئ ترنورو پوری ورسوی.

1.      عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ :                  نَضَّرَ اللَّهُ عَبْدًاسَمِعَ مَقَالَتِي فَوَعَاهَا ، ثُمَّ بَلَّغَهَا عَنِّي ، فَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ غَيْرِ فَقِيهٍ ، وَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ إِلَى مَنْ هُوَ أَفْقَهُ مِنْهُ.

ژباړه: دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی عنه څخه  روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک دی خوشحاله او تازه کړئ مخ دهغه چا ، چی زما خبره واوری ، نو یی ښه یاد کړی ، بیا یی زما دځایه څخه (نوروته) ورسوی ، داسی پیښیږی چی وړونکئ دفقه (علم) فقیه نوی ، اوداسی هم پیښیږی چی وړونکی دفقه(علم) وهغه چاته وی چی هغه تر ده ډیر فقیه وی.

یعنی کله کله داسی کیږی چی دچاسره دی علم وی خودئ دی ورڅخه داسی استنباط اواخذ ونکړی لکه هغه څوک چی دده څخه زده کوی.

پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هرهغه چاته دعاکړیده چی دده حدیث ونورو ته ورسوی.

2.    عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :« لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْ عِنْدِهِ ثُمَّ لَتَدْعُوُنَّهُ فَلاَ يَسْتَجِيبُ لَكُمْ.[سنن الکبری للبیهقی20694]

ژباړه: دحذیفه بن الیمان رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو به ارو مرو امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوئ ، اویا به  الله درباندی دخپل جانبه څخه عذاب نازل کړی ، بیا دعا کوئ خو الله به یی نه درڅخه قبلوی.

دلته چی کوم امر په امر المعروف اونهی عن المنکر بانی راغلئ دئ اوبیا ورباندی وعید راغلئ دئ عموما دهرهغه چالپار راغلئ چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر پسی پریږدی.

3.    عَن أَنَسٍ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ».

ژباړه: حضرت انس رضی الله تعالی عنه روایت کوی چی رسول اکر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی ستاسوڅخه یو بدکار ووینی نوپه خپل لاس دی تغیر ورکړی که یی په طاقت نوه ، نوبیادی په ژبه تغیر ورکړی ، اوکه یی په طاقت نوه ، نوبیادی په زړه کی ورڅخه کرکه وکړی ، اودغه هغه ضعیفه اثر دایمان دئ.

په فیض القدیر کی ددی حدیث په توضیح کی لیکی: ثم إن كان المأمور ظاهرا كصلاة وصوم لم يختص بالعلماء وإلا اختص بهم أو بمن علمه منهم.[فیض القدیر شرح جامع الصغیر]

یعنی که هغه امر کړل شوئ کار ښکاره وی لکه لمونځ اوروژه نو دا خاص په علماؤ پوری ندئ(هرڅوک یی کولائ شی) اوکه ظاهر نه وو(بلکه پیچلی مسائل وه) نوهغه په علماؤ پوری خاص دئ اویا په هغه چا پوری چی دعلماؤ څخه یی زده کړئ  وی.
دپورتنی احادیثو څخه له واریه ښکاری چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده.

ـــــــــــــــــــــــــ
امربالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده:

« څلورمه برخه»

په یوی قیصی باندی دیوه استدلال ځواب:

ځینی هغه خلګ چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه بولی ، اوغیرعلماؤ ته یی روا نه بولی په لاندی قیصی سره دلیل نیسی.

دخل علي رضي الله عنه المسجد فإذا رجل يخوف الناس ، فقال : ما هذا ؟ قالوا : رجل يذكر الناس ، فقال : ليس برجل يذكر الناس! لكنه يقول أنا فلان ابن فلان فاعرفوني ، فأرسل إليه فقال : أتعرف الناسخ من المنسوخ ؟ ! فقال : لا ، قال : فاخرج من مسجدنا ولا تذكر فيه. وفي رواية أخرى : أعلمت الناسخ والمنسوخ ؟ قال : لا ، قال : هلكت وأهلكت!. ومثله عن ابن عباس رضي الله عنهما.[تفسیرقرطبی]

ژباړه: حضرت علی رضی الله تعالی عنه مسجد ته داخل شو ، نویو سړئ یی ولیدئ چی خلګ ویروی ، نویی وویل: دا څوک دئ؟ خلګو ویل: یوسړئ دئ چی خلګو ته تبلیغ کوی، نوده ویل: داسړئ خلګوته تبلیغ نکوی! بلکی وایی زه فلانئ دفلانی زوی یم ما وپیژنئ ، نویی یوسړئ ور واستوئ ، نو یی ورته وویل: آیا ته ناسخ دمنسوخ څخه پیژنی؟ ده ویل یا… نوده ورته وویل: زمونږ دمسجد څخه ووځه ! دلته خلګوته تبلیغ مکوه ، په بل روایت کی راځی چی ده ورته ویل: آیا ته ناسخ اومنسوخ پیژنی؟ نو ده ورته ویل: یا(نه یی پیژنم) نوده ورته ویل ، خپله هم هلاک شوی اوخلګ دی هم هلاک کړه.

خوسره ددی چی دغه قیصیه په څو ډوله باندی راغلی ده ، خوبیاهم ورڅخه داسی نشی ثابتیدلائ چی امر بالمعروف دی تنها دعلماؤ وظیفه وی نورو ته دی دامر بالمعروف بیخی جوازهم نوی.

ځکه چی یوخو په کومو کتابونوکی چی دغه قیصه راغلی ده ، هغوی ورڅخه دغه استنباط ندئ کړئ ، لکه په تفسیر قرطبی کی چی یی مخکی ترذکرکولو ددی قیصی لیکلی:

معرفة هذا الباب أكيدة وفائدته عظيمة، لا يستغني عن معرفته العلماء، ولا ينكره إلا الجهلة الأغبياء، لما يترتب عليه من النوازل في الأحكام، ومعرفة الحلال من الحرام.[تفسیرقرطبی]

یعنی پیژندل دباب دنسخ ډیر مهم دئ اوډیره فایده لری ، او دپیژندلو څخه یی هیڅ عالم مستغنی ندئ ، او ددی څخه انکار نکوی مګر هغه څوک چی ناخبره اوټنبل وی ، پخاطر دهغه پیښو اواحکامو اوپیژندل دحلال دحرام څخه چی پردغه باب باندی مرتب دئ.
دلته دذکر څخه ددی قیصی دقرطبی مقصد دادئ چی باید سړئ ځان په ناسخ اومنسوخ باندی خبرکړی ځکه چی دا ډیره مهمه خبره ده او انسان ورته تل اړتیا لری ، خو داخبره نه ورڅخه معلومیږی چی تبلیغ کول ، او امر بالمعروف کول دی پر پیژندنی دناسخ اومنسوخ موقوف وی، ځکه مبلغ کولائ شی چی داسی مسائل تبلیغ کړی چی په هغوی کی دنسخ خبره نوی راغلی همدا راز آمر دمعروف کولائ شی چی خلګ پداسی مسائلو باندی امر کړی چی په هغوی  کی دنسخ خبره نوی راغلی اویا خلګ دداسی کارونو څخه منع کړی چی دهغوی دنسخ سره هیڅ تړاو نوی بلکه مشهور مسائل وی.

اوبله خبره داده چی دلته حضرت علی رضی الله تعالی عنه دغه سړئ دمسجد څخه ایستلئ دئ علت یی دانه وو چی هغه ناسخ اومنسوخ نه پیژندل بلکی علت یی داوو چی خپله ده په دی قیصی کی ویلی چی هغه” فقال : ليس برجل يذكر الناس! لكنه يقول أنا فلان ابن فلان فاعرفوني”. یعنی حضرت علی رضی الله تعالی عنه وویل: داسړئ خلګوته تبلیغ نکوی بلکه وایی: زه فلانئ دفلانی زوی یم ماوپیژنئ!.

نوددی څخه داسی ښکاری چی دغه سړی دځان تعریف اوتزکیه کول ، کوم چی شرعا ناروا دئ ، نوځکه ده ورته داخبره کړیده ترڅو دئ پدی باندی پوه شی چی دئ اهل ددی ندئ کوم چی دئ یی دعوی کوی، او دنورو کتابو څخه چی دغه قیصه پکی راغلی ده داسی ښکاری چی دا سړی ډیری ګډوډی او پیچلی خبری کولی چی هیڅ فایده ورباندی مرتبه نوه نوځکه حضرت علی رضی الله تعالی عنه دته دغه خبره کړیده اودئ یی دمسجد څخه ایستلئ دئ.

وقد روي عن أمير المؤمنين علي بن أبي طالب كرم الله وجهه: أنه دخل يوما مسجد الجامع بالكوفة، فرأى فيه رجلا يعرف بعبد الرحمن بن داب، وكان صاحبا لأبي موسى الأشعري – رضي الله عنه – وقد تحلق عليه الناس يسألونه، وهو يخلط الأمر بالنهي، والإباحة بالحظر، فقال له علي رضي الله: أتعرف الناسخ من المنسوخ؟ قال: لا، قال: هلكت وأهلكت، أبو من أنت؟ فقال: أبو يحيى، فقال له علي رضي الله عنه: أنت أبو اعرفوني. وأخذ أذنه ففتلها، فقال: لا تقصن في مسجدنا بعد.[الناسخ والمنسوخ لإبن سلامة] پدی ځای کی صراحتا راغلی دی چی ” وقد تحلق عليه الناس يسألونه، وهو يخلط الأمر بالنهي، والإباحة بالحظر” یعنی خلګ ورباندی راټول شوی وه دده څخه یی پوښتنی کولی ده ورته جوابونه ورکول داسی چی امر به یی دنهی سره کډه وئ اونهی به یی دامر سره او إباحت به یی دمنع سره.

نوځکه وروسته حضرت علی رضی الله تعالی عنه ورته وویل: ځاندی هم هلاک کئ اوخلګ دی هم هلاک کړه ، ځه زمونږ دمسجد څخه وځه!.

اوپه ځینو کتابونو کی راځی:

عن أبي عبد الرحمن قال مر علي رضي الله عنه على قاض فقال له أتعرف الناسخ من المنسوخ قال لا قال هلكت وأهلكت.[الناسخ والمنسوخ لإبن حزم]

یعنی حضرت علی رضی الله تعالی عنه پریوه قاضی باندی تیریدئ نو یی ورته وویل: آیا ته ناسخ اومنسوخ پیژنی ؟ هغه ویل : یا!  نویی ورته وویل ځان دی هم هلاک کئ اونور دی هم هلاک کړه.

لکه چی دعبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه هم داسی روایت راغلئ دئ:

عن الضحاك بن مزاحم قال مر ابن عباس رضي الله عنهما بقاض يقضي فركضه برجله قال أتدري ما الناسخ من المنسوخ قال ومن يعرف النسخ من المنسوخ قال وما تدري ما الناسخ من المنسوخ ؟ قال لا قال هلكت وأهلكت.[الناسخ والمنسوخ لإبن حزم] اوپه ځینو کتابونو کی بیا راځی چی حضرت علی رضی الله تعالی عنه پریوه سړی باندی تیریدئ چی خلګوته یی قیصی کولی ، نویی ورڅخه وپوښتل : آیا ته ناسخ اومنسوخ باندی پوهیږی؟ هغه ویل: یا ! نویی ورته وویل ځان دی هم هلاک کئ اونور دی هم هلاک کړه.

وعن أبي عبد الرحمن السّلمي : إنّ عليا عليه السّلام مرّ بقاص يقصّ في جامع الكوفة بباب كندة فقال : هل تعلم النّاسخ من المنسوخ؟قال : لا. قال : هلكت وأهلكت.[الکشف والبیان عن تفسیر القرآن]

نودپورته عبارتونو څخه له ورایه ښکاره کیږی چی حضرت علی رضی الله تعالی عنه دغه سړیته هغه خبری کړیدی پدی خاطر چی یایی دځان تعریف کوئ ، یایی کډوډ مسائل خلګو ته بیانول اویایی خلګوته قیصی کولی.
پدی خاطر نه وو چی هغه عام تبلیغ کوئ خو ناسخ اومنسوخ ورته معلوم نه وو.

نوده پورته قیصی څخه دا استدلال غلط دئ چی امر بالمعروف دی تنها دعلماؤ وظیفه وی نه ده نورو خلګو.
ــــــــــــــــــــــ

امربالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده:

« پنځمه او وروستنۍ برخه»

دفقهی اوعقلی دلائلو په رڼاکی:

که سړئ په دقت اوډیری ځیرکتیا سره دامربالمعروف او نهی عن المنکر فایدو اوګټو ته وګوری ، اوفعلی او چټک تأثیر ته یی پام وکړی ، نو ارو مروبه دځانه سره ددی خبری حکم وکړی چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهرمسلمان وظیفه ده.
ځکه کله چی یوڅوک خپل اولاد اویا خپل یودوست اویاهم یوبل مسلمان وینی چی دالهی فرض په پریښودلو اویاهم دیوه منعه شوی کار په کولو باندی بوخت وی ، نو حتما ورته امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی، تردی پوری صبر نکوی چی ولاړشی یو عالم خبر کړی چی هغه راشی اودغه سړئ ددغه کار څخه را وګرځوی ، ځکه کوم مسلمان چی دخپلی مسلمانۍ مهمه او أساسی دنده اوهغه رښتینئ فطرتی ایثار چی:”دبل مسلمان لپاره دهغه شی غوښتل دی کوم چی إنسان یی دځان لپاره غواړی لکه چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی راته معرفی کوی: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ.[صحیح البخاری 13]

یعنی ترهغه وخته پوری یوستاسو پوره مسلمان نشی کیدلائ ترڅوچی هغه شئ چی دځان لپاره یی غواړی دبل مسلمان لپاره یی هم وغواړی” ښه درک کړی نو دا به له ورایه ورته ښکاره شی چی امر بالمعروف زما او دهرچا وظیفه ده ، تنها دیوی خاصی طبقی خلګو لازمی دنده اووظیفه نده  او دا معلومه خبره ده چی هیڅ مسلمان دځان لپاره بدبختی نه غواړی که په دنیا کی وی اوکه په آخرت کی ، نوچی کله یی ځانته نه غواړی نوباید بل مسلمان ته یی هم ونه غواړی ، چی ددی خبری او کار اثبات پدغه باندی کیږی چی مسلمان دی نورو ته هم دځان په سترګه وګوری ، ځانته غوره شوی شیان دی هغه ته غوره کړی ، او دځان لپاره دی نه خوښیدونکی شیان هغه ته هم نه خوښوی.

پدی خاطر دئ چی امر بالمعروف ته شرعا هم لوی حیثیت او اعتبار ورکول شوئ دئ آن تردی پوری چی په ځینو کتابونوکی یی دهغه پریښودل سره ددی چی قدرت ورباندی ولری ، لویه ګناه بللی ده لکه په الجوهرة النیرة کی راځی: وَمِنْ الْكَبَائِرِ………..وَتَرْكُ الْأَمْرِ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْيِ عَنْ الْمُنْكَرِ مَعَ الْقُدْرَةِ.[الجوهرة النیرة]. یعنی پریښودل دامر بالمعروف اونهی عن المنکر سره دقدرت درلودلو لویه ګناه ده.

او په خاطر دهمدغه لوړ شان دامر بالمعروف اونهی عن المنکر او په کتنی وتوان اوقدرت ته دإنسان علماء کرامو امر بالمعروف اونهی عن المنکر په څو اقسامو باندی ویشلئ دئ لکه په ځینو فقهی کتابونوکی راځی:

ذَكَرَ الْفَقِيهُ فِي كِتَابِ الْبُسْتَانِ أَنَّ الْأَمْرَ بِالْمَعْرُوفِ عَلَى وُجُوهٍ إنْ كَانَ يَعْلَمُ بِأَكْبَرِ رَأْيِهِ أَنَّهُ لَوْ أَمَرَ بِالْمَعْرُوفِ يَقْبَلُونَ ذَلِكَ مِنْهُ وَيُمْنَعُونَ عَنْ الْمُنْكَرِ فَالْأَمْرُ وَاجِبٌ عَلَيْهِ وَلَا يَسَعُهُ تَرْكُهُ وَلَوْ عَلِمَ بِأَكْبَرِ رَأْيِهِ أَنَّهُ لَوْ أَمَرَهُمْ بِذَلِكَ قَذَفُوهُ وَشَتَمُوهُ فَتَرْكُهُ أَفْضَلُ ، وَكَذَلِكَ لَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ يَضْرِبُونَهُ وَلَا يَصْبِرُ عَلَى ذَلِكَ وَيَقَعُ بَيْنَهُمْ عَدَاوَةٌ وَيَهِيجُ مِنْهُ الْقِتَالُ فَتَرْكُهُ أَفْضَلُ ، وَلَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ لَوْ ضَرَبُوهُ صَبَرَ عَلَى ذَلِكَ وَلَا يَشْكُو إلَى أَحَدٍ فَلَا بَأْسَ بِأَنْ يَنْهَى عَنْ ذَلِكَ وَهُوَ مُجَاهِدٌ وَلَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ لَا يَقْبَلُونَ مِنْهُ وَلَا يَخَافُ مِنْهُ ضَرْبًا وَلَا شَتْمًا فَهُوَ بِالْخِيَارِ وَالْأَمْرُ أَفْضَلُ كَذَا فِي الْمُحِيطِ .[الفتاوی الهندیة][البحرالرائق]

ژباړه: فقیه ابولیث رحمه الله په کتاب البستان کی ذکر کړیدی: امر بالمعروف په څوقسمه دئ: کچیری سړئ په خپل ډیرګمان باندی پوهیدئ چی کچیری دئ امر بالمعروف وکړئ نوخلګ یی ورڅخه قبلوی اود بدکاره څخه منع کیږی ، نوپرده باندی دغه امرکول واجب دی پریښودل یی ورته نه ر واکیږی ، اوکچیری یی ډیر ګمان داسی وو چی کچیری دئ ورته امر وکړی ، نو هغوی ودته ښکنځل اوسپکی سپوری کوی ، نویی پریښودل ښه دئ ، همدا راز که یی باور وو چی دئ وهی ، اودئ هم ورباندی صبر نشی کولائ ، اوددوی په مینځ کی دښمنی پیداکیږی او دهغه څخه جنګ راپورته کیږی نویی پریښودل ښه کار دئ، خوکه دده پدی باندی باور وو چی کچیری دئ ووهی نوصبر کولائ شی اوهیچاته شکایت هم نکوی ، نوهیڅ پروا نلری چی ددغه کارڅخه یی منع کړی اودئ پدی صورت کی مجاهد دئ، اوکه پوهیدئ چی دوی دده خبره نه منی او نه هم ددوی څخه دوهلو اوښکنځل کولو ویره شته نوبیا دئ اختیار لری(که امر کوی اوکه یی نکوی) خو امر کول یی ډیر ښه دئ.
نوپردی خبری باندی یقین کول په کاردئ چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهر مسلمان وظیفه ده.

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دي:

لومړی برخه

دویمه برخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x