نظــر

هغه څه مو چې ولیدل يو سوداګریز اعلان و

لیکوال: قدرت الله جمال

دا اعلان مو شونې ده له ټلویزیونونو لیدلی او له راډیوګانو اوریدلی وی، څو تنه ږيرور او بې ږيرې پکې د قرآن او حديث ژباړه کوي او تر اعلان وروسته پکې راځي (هغه څه مو چې ولیدل يوه سوداګريزه خبرتیا وه) ماته ددې خبرې په اوريدو افسوس راځي د افسوس علت مې دا نه دی چې ملا يا ددې خبرو کونکی دې قرآن کریم ژباړه نه وي یا دې لنډ بيغام نه جوړوي، ژړا په دې راشي چې ملا د يوې موخې لپاره واسطه ګرځول شوی دی او دی کوښښ کوي د قرآن او حديث په خرڅولو يوازې څو مردارې روپۍ وګټي.

علما  د انبياوو وارثان او د دين ريښتوني ساتونکي دي، عالم ته کله هم پيسې تر دين مهمې نه دي ليدلي به مو وي په لرو کليوکې يو ملا ددې لپاره چې د دين خدمت وکړي په يو جومات کې يوازې د څو منه غنمو په ورکړې پوره کال ددين تبلیغ کوي، جماعت ورکوي، په مدارسو علما په وړيا ډول دين تدريس کوي او په لسګونو او زرګونو طالبان همدلته د ديني زده کړو لپاره راځي.

دين کله هم وسيله نه شي کیدای،ځکه دين روښانه لار ده او هغه چې په دې لار سم روان وي بیا وسيلې ته اړتيا نه لري، خو ډيرو چې دين يي لکه سوداګریزه خبرتیا يوازې د څو روپيو لپاره واسطه ګرځولی دی ډاډ ورکوم چې دوی به هم د وسيلې په توګه تر هغه کارول کيږي چې تر څو پورې له دوی ګټه پورته کيدای شي.

زه يووخت ښه شاهد يم د رڼا په نوم د امریکې يو پروډکشن چې اوس هم شته دی يوازې يو تن ته به يي له ځينو پروژو څخه د انځور اخیستو په موخه د مياشتې اته سوه ډالره معاش ورکاوو، دوی به له ځوانونه نظرونه اخيستل، له ديني علماوو به يي نظر اخيست، خو کلونه کلونه وروسته به دا کليپ په هيڅ رسنۍ کې نه خپريده، خو اوس چې وينم د رڼا پروډکشن دا کليپونه په را وتو دي او نن مې سر خلاص شو چې رڼا دوو څيزونو ته کاوو:

۱ـ په افغانستان کې د امريکې په ظلمونو پرده اچول او امريکایي ماليه ورکونکي غولول چې دا کاريي په ډير ښه ډول تر يو وخت پورې وکولای شوای خو اوس اوس د بهرنیو هیوادونو وګړي په دې پوه شوي دي چې دوی په افغانستان کې زياتی کوي او د دوی ماليه يوازې د افغانانو د وژنې لپاره کارول کيږي.

۲ـ ويښ او بې علمه افغان ولس: دوی کوښښ کوي په دې پيغامونو سره يو ډول فلمي خيال پلو او خيالي دنيا جوړه کړي او خلکو ته داسې وښيي چې دا خبرې او پيغامونه د خلکو خبرې دي چې دوی ته د ښې ګڼې پيغام لري، تر دې مخکې به په فدایي بريدونو پسې ډير زيات تبليغات کيدل، له دوی به انځورونه اخیستل کيدل، طالبان به غولول شوي وروڼه بلل کيدل، ډول ډول تبلیغات به کیدل، خو زما ورته ډير پام ځکه نه و چې دوی او طالبان سره طرف دي او دوی به سره پوهيږي خو په وروستيو ورځو کې په آيت او حديث پسې تر شاه د سوداګريز اعلان د خبرې کول دين ته ستر سپکاوی راته ښکاري. په دې اړه بايد فکر وشي.

دين د سوداګريزو اعلانونو يا کفري نړۍ د دسايسو د رښتیا کيدو په موخه نه بلکه د بشريت د هدايت او سمون په موخه را لیږل شوی دی، دين د هغه ملا خبره نه ده چې فرمايشي جوړ شوی دی او په ټيکر کې ورته غټ وليکي چې ((مولوي…..)) دين د انسانيت د ژوند هغه برخه ده چې له زيږون څخه ورسره وي بیا تر مرګ پورې، ددې ډول اعلانونو په کولو سره به ومنو چې څو تنه به څومردارې روپۍ پيدا کړي او رسنۍ به چې نيږدې ټولې يي پلورل شوي دي څو ډالره پيدا کړي خو په ټول کې زموږ ديني اساسات تر پوښتنې لاندې راولي.

زه تر دې اعلانه دا ښه بولم چې يو عالم راپورته شي په ټول کې دې د طالبانو يا هغو چې د بهرنیانو پر ضد دي کړه وړه او دريځ چلنج کړي، ښه ستره رسنيزه مناظره دې وکړي که چیرې رښتيا ورسره دلیل او علم وي نو مقابل لوری به ګرم شي، خو زه ډاډه يم له دوی سره دليل نشته، دوی کوښښ کوي د فلمي خيال پلو په څير دين وکاروي او بيا په دين د تجارت په صورت کې څو روپۍ وګټي، خو زه بيا دوی ته وايم چې تاسو غولول شوي ياست، له همدې پیسو ستاسو تغذيه شوی اولاد حرامي دی، ستاسو د میرمنې په ګيډه کې پالل کيدونکی ماشوم به حرامي دنیا ته راځي او کور ته وړونکي ټول خوراکی توکي مو حرام او مردار دي ځکه تاسو قرآن کريم خرڅوۍ، احاديث خرڅوۍ، دين خرڅوۍ، تر دې کاره مو غلا ښه بولم، تر دې کاره به درته ګدایي ښه وي، د خدای به مسول یاست مګر د بشريت به مسول نه یاست.

زه نه پوهيږم ولې موږ ته ښه ژوند، عزت، سکون او …. يوازې او يوازې په پيسو کې ښکاري، که چيرې پيسې ښې وی پيغمبر ولې د احد غر د سرو زرو غر نه غوښته، که پيسې ښې وی ولې قارون خدای تعالی غرقاوو، که پيسې ښې وي ولې دا پيغمبران د نړۍ تر ټولو ستر پانګه وال نه دي او که پيسو خلکو ته عزت ورکولای شوای ولې دا کفار چې ډير شته لري په اسلامي نړۍ کې د کرکې وړ دي، ستر لامل يي دا دی چې عزت او ذلت د خدای له لوري دی، زه ډير پيسه داران پيژنم چې تر يو غريب ډير مينه وال نه لري، غريب له صداقت، سکون او درناوي ډک ژوند لري، حلال خوري، حلال څکي او حلال اولاد دنيا ته راوړي، تر نورو يي ژوند له خطره ډک نه وي، آرام خپل ژوند کوي، د کور دروازه يي تر سهاره خلاصه وي، خو هغه چې دين وسيله ګرځولی دی ډاډه يم چې له خپل سيوري به هم ډاريږي، هغه چې له رڼا پروډکشن سره کار کوي، هغه د عالم په نوم افغان چې دين وسيله ګرځوي، هغه چې په دين تجارت کوي دوی له دين سره تر ټولو ستر جفا کونکي او وروستۍ زماني منافقين دي.

زه نه پوهيږم چې دوی به تر کله داسې وي، خو يو څه يي بايد هیر نه شي، د خدای قهر به په دې دنيا پر دوی مسلطيږي  او په هغه دنیا به هم ورسره سخت حساب کتاب کيږي، او که داسې وي چې له دوی قصدي اخیستل شوی وي باید اعتراض وکړي او ځان سپين کړي، کنه پر دين ريشخند د الله په احکامو او اصولو ريشخند دی، ولس يي بايد په مقابل کې ودريږي او ددې ډول خبرتياوو مخه دې ونیسي.

که د طالبانو کړه وړه ولس ته د منلو وړ نه وي، عالم ته د منلو وړ نه وي، منبر، رسنۍ، لوډ سپيکر او خولو ورسره شته سم دې پسې را پورته شي او هرڅه دې ورسره سپين کړي، خو دا ډول اعلانونه يا دوی ته د کليپ يا غږ ورکړه په شعوري ډول د اسلاميت او افغانيت پر ضد دريدل دي.

پای

د ژمن ویب پاڼي نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

تاسو له اعلانه غلطه مان اخیستی د پای د خبری نشر یعنی تلویزون دا خبر د دولت لپاره د پیسو په بدل کښی اعلان کړی یعنی د قانون له مخی خپلواکه تلویزونی شبکی نشی کولای د دولت لپاره او په ګټه کار وکړی . دووهم : هو دا در سره قناعت کوم چه بد بختانه طالیب چه باید د صبا ستر عالم شی او مسلمانان ورڅخه فیض تر لاسه کړی د ټالیب او پاکستان – امریکا او د ډمو کراسانو له خوا د بل د لاس آلی دی او ددوی له ښو اسلامی سر ښارو جذباتو ډیره ناوړه سیاسی او… نور لوستل »

طارق

کله چي د مالیم به حیر خلکو سره مخامخ شوی نو… سلام بری واچوی!!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x