ملي امنیت: «پر جنرال دوستم برید شنډ شوی»

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم۳۰مه ۱۳۹۳ل): د ملي امنیت لوی ریاست وايي ۵ تنه چې غوښتل يې د ولسمشر پر لومړي مرستیال، جنرال دوستم سرتیری او کابل کې ډله ییز بریدونه وکړي، نیولي دي.

د ملي امنیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نیول شوو کسانو غوښتل چې په کابل او مزارشریف ښارونو کې بریدونه ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یو کس یې په مزارشریف کې نیولی او نوموړي په پام کې لرل چې شمال ته د جنرال دوستم د سفر پر مهال پر نوموړي سرتیری برید وکړي.

د خبرپاڼې له مخې ملي امنیت همدا راز ۴ نور بریدکوونکي ۲ ورځې وړاندې د لړم پر ۲۸مه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې نیولي چې ۳ یې د کندهار او یو د پکتیکا ولایت اوسیدونکي دي.

جنرال دوستم چې له پخوا د طالبانو پره تړاو توند دریځ لري، دوې ورځې وړاندې کابل کې د یوې پېښې سیمې ته ولاړ او له هغه ځایه یې طالبانو ته ګوت څنډنه کړې وه.

ملي امنیت همدا راز زیاتوي چې یادو کسانو په دې اعتراف کړی چې دوی طالبان دي خو طالبانو لا تر دې مهاله په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

عبدالرشید دوستم یو له هغو نظامي کسانو دی چې په نویمو کلونو کې د طالبانو سره په جګړه بوخت و.

دوستم په ۲۰۰۱م کال کې د ملېشو قومندان و چې زرګونه پښتانه اسیران یې وژلي دي؛ ځکه د بشري حقونو د ادارو له خوا په بشر ضد کړنو تورن دی.

ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي و چې طالبانو د خپلو هدفونو تمرکز له کلیو ښارونو ته اړولی.

تر اوسه چې دا خبره نوې ده، طالبانو يې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د