ورزش

کرکټ: د سویلي افریقا د ماتې خوړلو لړۍ ادامه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ د یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه وه چې استرالیا د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سویلې افریقا خپل وار کې د ۸ لوبغاړو له سوځیدو ورسته ۲۶۷ منډې جوړې کړې چې دغه منډو کې د ډی ویلیر ۹۱ او میلر ۴۵ منډې د یادولو وړ دي.

توپ اچونه کې د استرالیايي لوبډلې فالکنر او کمینس دوه دوه ویکټې د یادولو وړ دي.

د استرالیايي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۹ اورونو کې ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته پوره کړ او دغه لوبه يي په ۳ ویکټو وگټله.

توپ اچونه کې سمیت ۱۰۴ او ویډ ۵۲ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا توپ اچونکو کې سټین او پارنل دوه دوه ویکټې اخیستو سره ښه وځلیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x