
وټس اپ په سعودي کې د طلاق لامل شو
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): په سعودي عربستان کې خاوند وروسته له هغې خپل میرمن طلاقه کړه چې میرمن يي په وټس اپ کې خپل خاوند پیغام لوستلو سربیره بیا هم ځواب ورنکړ.
د راپورونو پر بنسټ د سعودي عربستان ۳۰ کلنه میرمن په موبایل کې له خپلو ملگرو سره به دومره بوخته وه چې خپل خاوند پیغام به يي هیر شو او یا لیدلو سربیره به یې ارزښت نه ورکاوه.
د سړي په وینا د نوموړي ښځه دومره په موبایل کې مصرفه وه چې د کور او ماشومانو ته به يي هم توجه نه کوله. نوموړی وايي چې ما خپل میرمن ته په وټس اپ کې پیغام واستوه او چې کور ته راغلم له خپل میرمن څخه مې وپوښتل چې ولي يي ځواب رانکړ، ښځې وویل چې په چټ کولو مصروفه وه چې همدغه خبره د ښځې او خاوند تر منځ د جگړې او طلاق سبب وگرځید.
برتانوي انلاین سروې څخه ثابته شوې چې د اجتماعي رسنیو له امله د طلاق شمیر مخ پر زیاتېدو دی. د دغې سروې په اساس هرو دریو څخه یو طلاق لامل فیسبوک، ټویټر او یا هم کومه بله خواله رسنۍ وي.