سامسنگ کمپنۍ تولیدات کموي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): سامسنگ کمپنۍ د پانگه اچونکو مشر تیره ورځ ویلي چې دغه کمپنۍ به خپل سمارټ فون تولیدات ۳۰٪ کموي.

دغه کمپنۍ ۲۰۱۴ز کال کې ۵۲ مختلف سمارټ فونونه بازار ته وړاندې کړي. په داسې حال کې چې ایچ ټي سي (HTC) ۲۳، نوکیا ۲۰ او موټرولا کمپنۍ یوازې ۱۰ مختلف سمارټ فونونه د یو کال په لړ کې بازار ته وړاندې کړي.

د سامسنگ کمپنۍ گټه تیر څلورو میاشتو کې ۶۰ سلنه کمه شوي چې سامسنگ خپل موبایلونو ډیزاین او شمیر کمولو ته اړ کړی. چې د دغې زیان اصلي لامل د گیلیکسي سمارټ فون وروستۍ ماډل دی.

سامسنگ کمپنۍ روان زیږیدیز کال کې ځینې غوره سمارټ فونونه هم وړاندې کړ چې د ډيزاین او ځينو نورو ځانگړتیاوو په اساس د خلکو توجه ځان ته ونشو اړولی.

د دغې کمپنۍ ځینې کامیابه سمارټ فونونه عبارت دي له: گیلیکسي نوټ ایج (Galaxy Note Edge)، سامسنگ گیلیکسي کې زوم (Galaxy K Zoom)، گیلیکسي الفا (Galaxy Alpha) او گیلیکسي ایس ۵ میني (Galaxy S5 Mini).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د