افغانستان

د مشرانو جرګې د دفاع وزیر د استعفاء غوښتنه وکړه

afghan_parimentنن ټکی آسیا: په کابل کي د مشرانو جرګې پرېکړه وکړه چی د دفاع وزیر عبد الرحیم وردګ باید د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړي، او ویاند يې باید جرګې ته حاضر شي.

دا پریکړه وروسته تر هغه کیږي، چي د وري په ۲۸ نیټه باندي یوه تن چي د ملي اردو جامې یې په تن وې،

په دفاع وزارت کي د ننه برید تر سره کړ، چي له امله يې ګڼ شمیر کسان وژل شوي وو.

د مشرانو په جرګه کي د زابل ولایت استازي ډاکټر زلمي زابلي په ننۍ غونډه کي وویل چي د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر اعظیمی ویلي چي دا پریکړه د مشرانو جرګې د مخالفینو په وینا کړې ده، نومړي وویل چي په دغه خبره اعظیمي د مشرانو د جرګې سپکاوی کړی، او باید پر دغه خبره څارنوالۍ ته معرفي او محاکمه شي.

پریکړه لیک چي د مشرانو جرګې به اکثریت تصویب کړی، د جنرال اعظیمي څرګندوني غیر مسؤلانه بلل شوي، او باید ددې خبرو د وضاحت لپاره پارلمان ته حاضر شي.

پریکړه لیک چي د وزیر دفاع عبد الرحیم وردګ د استعفاء وړاندي کولو په کلکه غوښتنه کوي، د حامد کرزي څخه غوښتنه شوې چي باید پارلمان ته ددفاع وزارت لپاره نوی کاندید معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x