ورزش

کرکټ: د نیوزيلینډ – پاکستان ټیسټ لوبه برابره شوله

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۳ل): نن د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د نیوزيلینډ او پاکستان تر منځ څلور ورځې وړاندې پیل شوې د ټیسټ لوبې وروستۍ ورځ وه، چې بې نتیجې پای ته ورسیده.

د تفصیلاتو سره سم د نیوزیلینډ سره په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان دوهمه ټیسټ لوبه هم نن پای ته ورسیده، ددې تر مخه یوه لوبه پاکستان په ډیره اسانۍ سره ګټلې وه، خو په دوهمه لوبه کې چې د دبۍ په ښار کې تر سره شوله او پوره پنځه ورځې يې واخیستې، بې نتیجې پای ته ورسیده.

د لوبي په پيل کې لومړی نیوزیلینډ پچه وګټله او لومړی یې د بیټنګ کولو پریکړه وکړه، چې په ګټه یې هم تمامه شوله، ځکه چې د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره یې ۴۰۳ منډې جوړې کړې، چې یو ښه هدف ګڼل کیده، د نیوزیلانډ ټوم لتان (Tom Latham) دې لوبه کې ښه وځلید، او ۱۳۷ مندي یې په یواځې سر جوړې کړې.

د پاکستان له خوا ددې هدف په ځواب کې ۳۹۳ منډي جوړې شوې، چې د سرفراز احمد ۱۱۲ منډې په ځانګړي توګه د یادونې وړ دي، او د هغه تر څنګ یونس خان ۷۲، اظهر علي ۷۵ هم ښه لوبه وکړه.
په دوهم پاڼه کې که څه هم داسې ښکاریده چې د پاکستان بالران به ډیر ژر نیوزیلنډي لوبغاړي وسوځوي، خو ددغه لوبډلي تکړه توپ وهونکی روز ټایلر یو ځل بیا خپل تکړه والی ثابت کړ، او په یوازي سر یې ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

کله چې نن د جمعې په ورځ د لمانځه تر مخه سیزن کې نیوزیلاند خپل لوبي ته د پای ټکی کیښود، نو د پاکستان لپاره یې ۲۶۱ منډې هدف ټاکلی وو.
د ټیسټ لوبې د قانون سره سم یا به پاکستان دغه هدف پوره کاوه او یا به نیوزیلینډ د پاکستان ټول لوبغاړي په پاتې وخت کې سوځول، خو د دواړو هیوادونو دا ارمانونه پوره نه شول، او په دې توګه لوبه په برابرۍ سره تمامه شوله.

د لوبې غوره لوبغاړی روز ټایلر ونومول شو، او په دې توګه پاکستان د درو ټیسټ لوبو په سیریز کې یو په صفر برتري لري.

دریمه ټیسټ لوبه به ددواړو هیوادونو تر منځ به د رواني میاشتي په ۲۶ تاریخ باندي تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x