ټولنیزه برخه

بې عمله واعظ او بې علمه شېخ

لیکوال: مولوي محمد یونس خالص بابا

مونږ چې د بني اسراییلو ( یهودانو ) په برخه کې دا ایت لوستلو، چې ( اتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم ) او لیدل به مو، چې خدای ( ج ) هغوی ته خطاب کړی، چې خلکو ته په نېکۍ امر کوي او خپل ځانونه يې هېر کړي دي، حېران به پاتې کېدو، ځکه موږ به دا فکر کاوه، چې که خپله نېکي نه کوي او نورو خلکو ته چې امر کوي ، دا هم یو ښه کار دی.

ولې ورته عتاب وشي؟

مونږ ته زمونږ استادانو ویل، چې دغه عتاب د امر په برخه کې نه دی، بلکې په دې برخه کې دی، چې دوی خپل ځانونه هېر کړي دي، چې ممکن دغه نظریه ځینو تفسیرونو هم تایید کړې وي، خو د غربیت په لحاظ به مو چې دا آیت ترکیبي حالت ته سترګې وغړولې او لیدل به مو چې ( و تنسون انفسکم و تأمرون الناس بالبر ) نه بالعکس دی، بیا به نو دې ترجمې چندان قناعت نه راکولو، چې بې عمله واعظ څوک دی او څرنګه باید ورته وکتل شي، پوهېږو، چې د نوموړي آیت په مضمون هغه وخت ښه نه وو پوه شوي او اوس اوس راته معلومه شوه، چې بې عمله واعظ یوازې د بې عملۍ له امله نه، بلکې د وعظ له امله هم باید معتوب شي، ځکه نن چې مونږ ګورو او وینو ددې لپاره، چې د خلکو افکار ځان ته جلب کړي او ځان خلکو ته خیرخواه معرفي کړي.

د الکولېزم سره د مجادلې مجلسونو ته موقع ورکول کېږي او د الکولو د تهیه کولو فابریکې هم ورسره ورسره منځ ته راځي، یا دا چې رموږ ډېر لیکوال د ننني فاسد مدنیت تقبېح کوي او پخپله ورته عملاً لبیک وایي.

یا ځینې خلک د بېدینۍ څخه خپله کرکه ښکاره کوي او د اسلامي عباداتو څخه یو هم نه ادا کوي.

دا ګرد سره مونږ په دې پوهوي، چې دا بې عمله وعظونه هم اصلاً وعظونه نه دي.

که یو ګنهګار سړی د یوې ګناه تقبېح کوي او عملاً لاس او پښې وهي، چې هغه له منځه یوسي ، خو موفق نه شي دي ته بې عمله وعظونه وایي، بلکې بې عمله واعظان همدغه ډول خلک دي، چې د وږو او تږو لپاره نارې وهي، خو خپله د خپل همسایه په حال خبر نه دی او د خپل مزدور حقوقو ته په سپکه ګوري، ځکه دوی غواړي، هغه عمومي نفرت چې د دوی په مقابل کې د دوی د اعمالو څخه را پېدا شوی، د خولې په دغو ویناوو او د علم په تش لیکلو دفع کړي.

همدا راز د اهل کتابو ځینو علماوو هم د دې لپاره خلکو ته د نېکۍ توصیه کوله، چې د خپلو بدو اعمالو پرده ورڅخه جوړه کړي، حال دا چې د وعظ او ارشاد څخه پرده باید جوړه نه شي.

نن سبا زمونږ په دې محیط کې د تبلیغاتو زیاته برخه همدغه شانې رنګ لري او زمونږ زیاته برخه هغه خلک چې په محیط کې مهم رول لري، د خلکو د تېر ایستلو د پاره د شرارت څخه ډکې ویناوې کوي، اما د عمل په صحنه کې صفر دي.

دلته چې څه شکایتونه موجود دي، د هغې ټولو اساس خیانت معرفي کېږي او دا چې دا خیانت له کومې لارې دلته ورځ په ورځ زیاتېږي؟ څوک ځکه نه خبرېږي، چې بیا یې د خیانت مخه نېول کېږي او که نه نو څومره چې د اسلامي اعمالو څخه زمونږ خلک وتلي دي، هومره پکې خیانت هم خپلې ریښې غزولي دي.

دلته د مځکو د تقسیم مسئلې منځ ته راوړي او بیا د هغوی صحیح تقسیم لپاره یو صالح هیأت ضرور بولي، مګر دا فکر نشته، چې د مځکو د تقسیم او د ډوډۍ د پېداکولو څخه لومړی خو دغه ډول صالح شخصیتونه پکار دي، چې د اصلاحاتو پر ځای فساد ونه کړي.

نن سبا چې زیاته برخه خلک د پرېشانۍ سره مخامخ دي، وجه یې همدغه خیانتونه دي.

د اسلام سره خو ځینې خلک هومره نا اشنا دي، چې حتی هر څه چې دوی ته معقول ښکاري، هغه دین بولي او بې علمه شېخان چې کفر ته ځانونه نژدې کوي، بې شماره دي.

تاسو د فاسق، فاجر او سر کښه سره مرکه وکړئ او ورته ووایاست، چې ستا اسلام کمزوری دی، چې په خوله سوک در کوي، که نه؟! نو که بې علمه شېخ نه وي، ولې به د خپلو بدو عملونو څخه هومره بې خبره کېږي؟! همدا راز تاسو یو خورا دینداره سړي ته ( خو ستا په نظر کې ) څه امانت وسپارئ او یا د ناروا یوه داسې موقع په لاس ورکړئ، چې زر په زره نه رسوا کېږي، بیا وګورئ، چې څه کوي؟! نو داسې خلک بې عمله واعظان نه دي؟ او بې عمله واعظانو له لاسه د خلکو په خیانتونو پردې لوېږي او د بې علمه شېخانو له لاسه که کفر ته اسلام ونه ویل شي، نو فسق او فجور خو ارومرو د اصلاح بڼه اخلي.

رقص ته د هنر عنوان، قمار ته د طالعت بجنګان عنوان د همدغه ډول منافق خصلته بې علمه شېخانو کار دي.

دا خو دا غلط فکر او محیط ته دوکه ورکول دي، چې د واعظ نوم یوازې تر ملا او مولوي پورې مختص کړي او د شېخ نوم تر ږیرو پورې وتړو.

هر هغه مسلمان چې د اصلاح او اسلام په نوم خلاف اسلام کار کوي، بې علمه شېخ دی او هر هغه مبلغ او لیکوال یا خبر لوڅ، چې د اسلام په خلاف کار کوي، بې عمله واعظ دی.

باخبر! چې د داسې مفسدو عناصرو په غوړو خبرو باندې تېر نه وځئ او د داسې خلکو په لاس کې لاس ور نه کړئ.

علم په ږیره او پګړۍ پورې تړلی نه دی.

هر څوک چې تاسې ته کومه لاره ښيي او پخپله د الهي لارې څخه په څنګ روان وي، پوه شئ، چې دا انسي شیطان دی او جداً ور څخه ځان وژغورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

یاقائدالمجاهدین وأبوالملة الاسلاميةالجهادية جعل الله قبرک روضةمن الریاض الجنة،،رشتیاهم دنن پرنړی دبی عدالتی اونه انصاف خپسکه پرته ده یواځی بل هغه هم عالم ته ګوته نیسی ،خپلی وینا،لیکنی اوکړو وړوته هیڅ پام لرنه نکوی،فالی المشتکی

ابن شهيد ين

به مولوي خاص دي الله رحم وكري …اوس دي الله جل وعلي طرف ته ورغلي الله جل وعلي دي ورسره نيكه معاملة وكري… خو زه دبعضي خلكو سره او بيا خاصتا له ادبي ملكرو سره بدي موافق نيم جي مو لوي خالص ته دي دبا با لقب وكرل شي زه جي كورم هميشه داسي سه لكني جي ورته خلك دبا با لقب وركوي ..با با لقب به افغانستان كي دير لوي تاريخ لري او نيك خوكلي شايته حيثيت لري غير خجن غيري داغ داغ لقب دي ..زه تعصبا دا خبره نه ردوم بلك مدلل يي ردوم..اوس فرضا كه مونك خاص… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x