شعـــــرونه

څوک- رزین

۱- څوک له مړې ګیډې زار زار ژاړي
څوک بیاله لوږې په کوکارژاړي
خلکوداوښکومنځ کې فرق څه وي
څوک چې په مکرڅوک ناچارژاړي

۲- څوک ترشلمه لاندې خنجر سا تي
څوک په تسپوکاذب باورسا تي
چاو ي په ژیره کې ماران تړلي
څوک بیالړم خوله کې نشترساتي

۳- چاترجامولاندې آزار ایښئ
چابیاکړو وړوکې چل بازارایښئ
څوک هسې خوله ښوروي هیڅ نه وايې
وې يې په سرپردی دستار ایښئ

۴- دچاجامې دملنګي ځان کې وي
دچاچپن دبزرګي ځان کې وي
(رزینه)کوم لورنه رښتیاراواخلم
هرچااغوستې دپردي ځان کې وي
رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالله

دیـر خوندور شعر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x