ورزش

کرکټ: بنگله دیش نن یو ځل بیا زیمبابووی ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن د بنگله دیش او زیمبابووی تر منځ د یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه وه. دغه لوبه کې بنگله دیش د زیمبابووی لوبډلې ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه.

لوبې پچه د زیمبابووی لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. بنگله دیش لوبډله لومړۍ توپ وهنې سره ۲۸۱ منډې جوړې کړې چې دغه منډو کې د شکیب الحسن ۱۰۱، مشفق الرحیم ۶۵ او صابر رحمن ۴۴ منډې د یادولو وړ دي.

زیمبابووی توپ اچونکو کې پنینگارا ۳ او چتارا ۲ ویکټې اخیستلو سره نسبت نورو توپ اچونکو ته ښه وځلیدل.

زیمبابووی یوازې ۱۹۴ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي د ۸۷ منډو په ستر توپیر سره وبایلله.

د توپ وهنې په څیر په توپ اچونه کې هم شکیب الحسن خپل وړتیا وښودله او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ. نننۍ لوبه کې مرتضی، سني او محمدالله هم دوه دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x