افغانستان

زمري بشري: په افغانستان کي تیره میاشت ۴۸۷ کسه وژل شوی دي

zmarai_bashariنن ټکی آسیا: د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري ویلي چي په تیره میاشت کي ۴۸۷ کسه وژل شوي.

نومړي په کابل په یو مطبوعاتي کانفرانس کي ادعا وکړه چي په تیره میاشت کې ۳۲۵ مخالفین مړه، ۶۵ ټپيان او ۷۶۷ نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ملکي وګړو په اړه نومړي وویل چي ۷۹ تنه مړه او ۲۶۰ ټپیان شوي دي..

د پولیسو په اړه يي وویل چي ۷۹ مړه او ۲۰۷ ټپیان شوي دي.

د بشري په وینا پولیسو ته اکثره مرګ ژوبله د ماینونو په چاودلو کي رسیدلي ده، او امنیتي ځواکونه توانیدلي دي چي په یاده موده کي د مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوي ۷۵۰ ماینونه کشف او شنډ کړي.

د نومړي په وینا په تیره میاشت کي ۴۴۰ پيښي را منځته سوي دي، چي پدي کي وسله بریدونه، ماین چاودني، فدايي بریدونه، کمینونه او نور ډول ډول بریدونه شامل دي.

بشري وویل چي وزارت داخله امر کړی تر څو په عامو د کانونو کي د فوځی یونیفارم او نورو وسایلو د خرڅ مخه ونیسي.

د وسلو په اړه بشري وویل چي په تیره میاشت کي ۴۷۷ سپکي او درندې وسلې د پولیسو له خوا نیول شوي.

د یادوني وړ ده چي په تیرو څو ورځو کي طالبان توانیدلي وه چي د فوځي یونیفورم په استخدام په ځینو مهمو اهدافو کي پراخ بریدونه تر سره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x