افغانستانخبرونه

د سولې شورا رييس استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د سولې عالي شورا رييس، صلاح الدین رباني له خپلې دندې استفعا ورکړې ده. ښاغلي رباني د استعفا لامل د ګډ حکومت له مشر، اشرف غني سره د «نظر اختلاف» په ګوته کړی.

ولسمشر اشرف غني تر اوسه د سولې شورا رييس استعفا نه ده منلې.

ښاغلي صلاح الدین رباني په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني اجراييه رييس، عبدالله عبدالله له کلکو ملاتړو څخه و. عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند رسمی نوماند و. صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند رييس دی.

صلاح الدین رباني درې کاله وړاندې، هغه مهال د سولې عالي شورا رييس و ټاکل شو، چې پلار یې، برهان الدین رباني په یوې چاودنه کې ووژل شو.

ځینې ګنګوسۍ رسنيو ته رسېدلي چې اجراییه رييس په پام کې لري، چې صلاح الدین رباني په راتلونکې کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکي.

د بهرنیو چارو وزارت، د واک په وېش کې، اجراييه رييس ته رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

دا عیاش او د ډمو تاجر کیدای شی د بهرینیو چارو وزیر شی د سولی غله او فریبګره شورا منحل کیژی پر ځای یی د عالمانو بی طرفه شورا را بلل کیژی همدا رنګه د سولی چاری به پخپله متوکیل – عبدالسلام ضعیف – مجاهد صیب – معتصم اغا جان – ملا ګل اغا – مولوی عبدالقیوم ذاکر – مولوی عبدالروف خادم – مولوی محمد حسن – مولوی عبدالسلام – د حزب د شورا غړی – مولوی عبدالمطنی – مولوی عبدالجبار خروټی – مولوی ګل محمد – مولوی بسم الله – ملا شیرین د کندهار – ملا هدایت الله د… نور لوستل »

غوربندي

ماليم صيب تاسو ته سلام او احترام ایله سره په یوه ټکي هم نظره شوو چې صلاح الدین رباني یو عیاش او د ډمو تاجر ده له قسمي رښتیا ویلو مو مننه کوم داسی ښکاري چی په تیر وخت کې به مو زما په شان حزب اسلامي سره وخت تیر کړی یي. ښاغلی ورور! رابه شو ستا پاته خبرو ته د سولې شورا چی ستا له تفکیک سره سم به څوک د سولی د شورا غړي جوړوي او څوک به په اشد مجازات محکوموي ډیر عجیب و غریب ده تاسو داسی یوه حکومت ته ستاسو په قول طالیب تسلیموی او… نور لوستل »

gul

مالیم صاب راځه یوه ټوکه درته وکړم، یو معلم وي او یو مالیم زه به د یوه مالیم کیسه وکړه خدای مې پرې نه ګنهګاروي زموږ یو د ریاضي معلم و،ډیر شه سړی و،پخوا یي دهریفور په کیمپ کې معلمی کړې وه ، کله چې امریکایانو په افغانستان حمله شروع کوله،مالیم صاحب موږ ته د ریاضي په ځی پوځي زده کړې پیل کړې، د برمتې یو بوړی توپک چې به دفتر کې ایښی و، هغه یي صنف ته راووړ، موږ په شپږم صنف کې و، مالیم صاب ویل چې اوس د ریاضي ضرورت نشته کفار راروان دي جهاد به کوو،… نور لوستل »

غوربندي

ګل صیب ګل خبره مو کړې زه چې هر سهار قاضي صیب محمود الحسن وینم چی 8.5 درجو چشمو سره کښته سر کابل کې پایډل روان یی نو هغه شین سهار مې رایاد شي چې زمونږ لیلیې ته راغی زمونږ د تعلیم دروازې او شیرازې یی د مشر په امر را وتړل او د پاټکسالاری د تجهیز او بنسټ ایښودو لپاره یې د قیل و قال په مټ کابل ته واستولو. یو متعهد ورور چی د حزب اسلامي تر څنګ یی د روسي اشغال په وخت جهاد کړی ده او د کورنی ګڼ شمیر غړي یی شهیدان ورکړي راته ویل… نور لوستل »

اشنا مالیم

غوربندي ګله او ګل ګله تاسې خو پاس لیست کې یواځې د حزب نوم ته پام دې او دی ته مو فکر ندې چی دغه لیست له طالبانو هم ډک دي..که د حزب ځنې غړي بیلاره شول نو د طالب هم ندي پاتې او په حکومت کې یې د ډالرو لپاره اړولي او خیټې ډکوي

ډاکتر احمدی

د جمیعت گوند – دیر لوی لوی خیانتونه د افغانستان په تاریخ کی کړی دی – ددی ګوند د یو غړی ټاکل د سولی د شورا د رییس به توګه دا د غربیانو او ددوی د بادارانو له خوا یو پلان شوی کاروو –
او مهمه خبره داده ترڅو چی د جمعیت د ګوند یو رییس یا یو غړی د سولی شورا کار پر مخ بیایی سوله افغانستان کی مهال ده

مننه

غوربندي

مالېم صیب تاسو ته هرکلی دلته لیست نیشته مګر دا چی د صلاح الدین رباني له تصویره ویریدلي او لیست درته ښکاره شوی ده په هر حال دا مو ډیر ضعیف دلیل ویلی ده چی وایی تنها حزبیان نه بلکه نور هم بی لیاری شوي دي مګر دا دلیل د حزبیانو بی لیاري توجیه کولای شي؟ د وروڼو (اخوانیانو) بی لیاري او انحراف د رهبری په کچه ده ځکه خو اراکینو او اعضاوو ته په انحراف او د اشغالګرانو لمنه کې فعالیت او د مقاومت (لاریون) غازیانو ته غپا او غاښ چیچل لوی عبادت او د افتخار ځای بریښي. د… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx