
سعودي افغانستان کې تر ټولو ستر اسلامي مرکز جوړوي
نن ټکی اسیا ( جمعه، لړم۳۰مه، ۱۳۹۳ل): سعودي عربستان په افغانستان کې د تر ټولو ستر اسلامي مرکز د جوړولو قرارداد له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک کړ.
ټاکل شوې ده، چې د سعودي عربستان په لګښت د اسلامي زده کړو دغه جوړېدونکی ستر مرکز ، چې د ملک عبدالله په نوم نومول کېږي، د کابل ښار په مرنجان تپه کې د ۱۱۹ کیلومتره مربع مساحت لرونکې ساحه کې د دوو کلونو په بهیر کې جوړ شي.
په دې مرکز کې به یو ستر پوهنتون، د ۵۰۰۰ کسانو لپاره د شپې لیلیه، روغتون، لوبغالی ، مسجد چې په یوه وخت کې به ۱۵۰۰۰ کسان پکې لمونځ کولای شي او د غونډو یو ستر او پراخ تالار ځای ولري.
د سعودي عربستان دولت ویلي، چې د دغه مرکز د جوړولو لپاره یې «سپين چیک» لالیک کړی او د مرکز ټولټال لګښت له ۴۵ نه تر ۱۰۰ ملیونه ډالرو پورې اټکل شوی.
په افغانستان کې د سعودي سفیر عبدالرحمن الغاصب د ملک عبدالله اسلامي مرکز د اعلان پر مهال وویل، چې په دې مرکز کې به د معتدل اسلام زده کړې په عربۍ ژبه ترسره کېږي.
سفیر وویل : « سعودي عربستان هر وخت له افراطیت او بنسټپالنې سره مبارزه کړې، اوس هم دې مبارزې ته ژمن دی او په دغه مرکز کې به د معتدل اسلام په پلوۍ او د افراطیت ضد زده کړې ورکول کېږي. »
په ورته وخت کې د حج او اوقافو سرپرست وزیر محمد یوسف نیازي د دغه مرکز په اړه وویل، چې دا به په سېمه کې د اسلامي زده کړو تر ټولو ستر مرکز وي .
نوموړي د دغه مرکز موخه له بهرنیو هېوادونو د افغان طالبانو او د دیني زده کړو د مینه والو او زده کوونکو را ګرځول او د حکومت د تعلیمي پالیسۍ سره د مطابقو زده کړو ور ښودل په ګوته کړل.
ښاغلي نیازي زیاته کړه، چې د دغه مرکز د ادارې چارې به د سعودي او افغانستان د حج او اوقافو وزارت له لورې په ګډه پر مخ وړل کېږي او د دواړو لوریو تر څارنه به لاندې وي . همداراز نصاب او د زده کړې میتود به یې هم د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټاکي.
salam